ارزګان کې پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو پروسس دستګاوې وېشل شوي

ارشیف

د ارزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د مالدارۍ د پراختیا او له مالدارانو سره د اقتصادي مرستې په هدف د دې ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریزې دستګاوې وېشل شوې دي.

د ارزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجنیر احمد شاه خیري ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس د لمریزو دستګاو د وېش ټولیز لګښت ۱۰ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانۍ دی چې د هندوستان هېواد د "HICPD" مؤسسې په مالي همکارۍ پر مالدارو کورنیو وېشل شوي دي.

د ارزګان د کرنې رئیس زیاته کړه چې تر دې وروسته به له یادو مرستو څخه برخه‌من شوي مالداران د خپل مالدارۍ محصولات په پاک او صفا ډول پروسس کوي او بازار ته به‌یې په ښه کیفیت وړاندې کړي.

هغه دغه‌راز وویل چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لبنیاتو ټولنې هم جوړې شوې دي چې د لبنیاتو د پروسس او بازار موندنې په برخه کې ډېر اغېزناک تمام شوي دي.

دوي وایي، د لبنیاتو پروسس او د مالدارو کورنیو اقتصادي ودې ته د کرنې وزارت پاملرنه تر پخوا زیاته شوې ده.

دغه وزارت د لبنیاتو د پراختیا د پروژو په لاره اچولو سره زرګونه کلیوالي کورنۍ د دغو پروژو تر چتر لاندې راوستي دي.

د دغو پروژو اصلي موخه د شېدې د تولیداتو زیاتوالی د لبني موادو پروسس او دغو موادو ته د کوپراټیفونو او ټولنو له لارې مارکېټ پیدا کول دي.

په کور دننه د لبني موادو د پراختیا په پار د کرنې وزارت له‌خوا ګڼې پروژې پلي شوي او په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې شوې دي.