په اقینې او تورغنډۍ بندرونو کې ضد عفوني دستګاوې جوړېږي

ارشیف

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان په سوداګریزو مالونو لګول شوي بندیزونه به ډېر ژر حل شي.

د دغې ادارې رئیس عبدالباري صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی به ډېر ژر دوه هغه دستګاوې ګټې اخیستنې ته وسپاري کوم چې وارداتي او صادراتي توکي ضد عفوني کوي.

نوموړي وویل، دغه دستګاوې په اقینې او تورغنډۍ بندرونو کې جوړېږي او دغه‌راز ټولې هغه لارۍ او کاروانونه چې له دې بندرونو څخه تېرېږي درمل پرې شیندي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند هم له دې اقدام څخه هرکلی کوي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه دستکاوې به د سوداګرو ستونزې هوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو او کمو امکاناتو له امله افغاني محصولات بهر ته نه‌لېږدول کېدل.