د غزني د سقوط اندېښنې؛ دفاع وزارت د امنیت ټینګښت ډاډ ورکوي

غزني کې د ملي اردو سرتېري

په غزني کې د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو په زیاتېدو سره په دغه ولایت کې د ناامنیو اندېښنې مخ په زياتېدو دي.

د غزني یو شمېر خلک او په ولسي جرګه کې د خلکو استازي هم خبرداری ورکوي، که چېرې دولت لاس په کار نه شي د غزني ښار به سقوط وکړي.

سره له دې چې د غزني اوسېدونکو د دغه ولایت د درې کاله وړاندې د سقوط له امله زړه بوږنوونکې پېښې نه دي هېرې کړي یو ځلې بیا د دغه ښار له سقوط څخه اندېښنې مطرح کېږي.

د غزني یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، چې طالب جنګیالي د دغه امنیتي کمربندونو سره ځای پرځای شوي او ښار ته تللې لارې یې هم ناامنه کړي دي.

د غزني اوسېدونکي رحیم‌الله وویل: "په خواشینۍ سره چې په دې وروستیو کې د غزني امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی، د غزني په امنیتي کمربندونو باندې هره شپه حملې کېږي او حکومت باید دې مسئله جدې پام وکړي."

د دې ولایت بل اوسېدونکی جمیل وقار وايي: "په ښار کې هره ورځ د چسپکي ماینونو چاودنې کېږي او د ښار وضیعت خراب دی، هره ورځ په امنیتي پوستو بریدونه کېږي."

د دې ترڅنګ په ولسي جرګه کې د غزني استازي هم خبرداری ورکوي که چېرې د غزني د امنیت ټینګښت ته پام ونه شي ممکن دغه ولایت بیا ځلې سقوط وکړي.

په ولسي جرګې کې د غزني یو استازي عارف رحماني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د دغې ډلې لویه برخه چې په کې چچني او پاکستاني وسله وال هم شامل دي د غزني په ولسوالیو کې ځای پرځای شوي او په مرکز د حملې پلان لري.

هغه وايي: "د غزني وضعیت ښه نه دی، د ښار په امنیتي کمربندونو کې جګړه روانه ده، اکثره ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي، د طالبانو موجودیت زیات شوی او دوي غواړي په غزني کې دوه ځایونه هدف وګرځوي، یو د غزني ښار بل مالستان او جاغوري دي."

ښاغلی رحماني وایي، حکومت باید دغه ولایت ته پوځ او تجهیزات ولېږي او د دې ترڅنګ د وسله والو طالبانو مرکزونه هم بمبار کړي.

دغه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې وسله والو طالبانو درې کاله وړاندې هم په غزني باندې حمله کړي وه او د دغه ښار ډېرې برخې یې نیولې وې او یوازې د غزني امنیې قومندانۍ ودانۍ او د والي دفتر ودانۍ د دولت تر کنټرول لاندې وې.

خو اوس د افغانستان ددفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د دغو اندېښنو ته ځواب وایي.

فواد امان

هغه زیاتوي: "په غزني کې په ډېر شمېر امنیتي او دفاغي سرتېري حضور لري، د اړتیا وړ تجهیزات په واک کې ورکړل شوي او مونږ د وسله والو طالبانو د حملو د شنډولو لپاره چمتووالی لرو."
ښاغلی امان وایي، تر دې وړاندې هم ځانګړي ځواکونه دغه ولایت ته استول شوي او ټولو امنیتي ستونزو ته رسېدنه شوې.