د نړۍ ځینو ورځپاڼو په افغانستان کې 'د سولې د اجماع پیاوړتیا' باندې بحث کړی

بهرنۍ ورځپاڼې

د نړۍ ځینو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو د افغانستان په کوربه‌توب پر هغه انلاین کنفرانس لیکنې او تبصرې خپرې کړي چې هدف‌یې سولې او پخلاینې ته د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کول دي.

  • ایشن لایټ

ایشن لایټ ورځپاڼې چې له بریتانیا خپرېږي په دې اړه لیکلي، د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ۱۹ استازو په دغه انلاین کنفرانس کې د سولې راوستلو او د پخلاینې لپاره پر اجماع رامنځته کولو بحث وکړ.

په دغه کنفرانس کې چې کوربه‌یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر و، د نورو سیمه‌ییزو هېوادونو ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، پاکستان، هندوستان، ایران، سعودي عربستان او قطر استازو هم برخه اخیستې وه.

د ایشن لایټ ورځپاڼې په لیکنه کې د جمهوري ریاست د ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې ورځې یوه ټویټ ته هم اشاره شوې چې په‌کې ویل شوي، حکومت د سولې او ثبات د یقیني کولو او په هېواد کې د جګړې د ختمولو لپاره ژر تر ژره د بین‌الافغاني مذاکرو پیل ته ژمن دی.

د ورځپاڼې لیکوال وروسته لیکي چې د افغانستان د سولې پروسه لا هم له خنډونو سره مخامخ ده.

وروسته د حکومت د یکشنبې ورځې اعلان ته اشاره شوې چې ویلي یې وو د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۵۹۲ تنه‌یې نه‌خوشې کوي چې دې مسئلې د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل په وړاندې خنډ ایجاد کړی دی.

د هغې موافقې له مخې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شوه، حکومت به د طالبانو ۵،۰۰۰ بندیان او طالبان به د حکومت ۱،۰۰۰ تنه بندیان خوشې کوي، وروسته به بین‌الافغاني مذاکرې پیلېږي.

امنیت شورا پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، حکومت تر اوسه د طالبانو ۴،۰۱۹ بندیان او طالبانو هم نږدې ۵۰۰ بندیان خوشې کړي، خو طالبان بیا له خپله اړخه د خوشې شویو کسانو شمېر ۷۵۰ تنه ښيي.

  • والستریت ژورنال

د امریکا چاپ والستریت ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د روانې جګړې له کبله د مسکو او واشنګټن د اړیکو پر کړکېچنېدو لیکنه خپره کړې ده.

دا وروسته له هغې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره میلادي میاشت راپور ورکړ چې روسیې وسله‌والو طالبانو ته په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو د حملو لپاره انعامونه ورکړي دي.

د لیکنې په پیل کې راغلي، که څه هم پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې تر حملو وروسته د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د طالبانو د نظام د ړنګېدو او په افغانستان کې د طالبانو د پاتې غړو د په نښه کولو ګډ هدف تعقیباوه، خو په وروستیو کې دا ګډ هدف زیانمن شوی دی، هغه هم په داسې حالت چې په وروستیو کلونو کې دواړه اړخونه یو بل ته د شک په سترګه ګوري.

د خپرونې په لیکنه، په مسکو کې چارواکو دا موضوع نه‌ده تأیید کړې چې روسیې دې پر امریکایي سرتېرو د حملو لپاره وسله‌والو طالبانو ته انعامونه ورکړي وي.

والستریت ژورنال ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په اداره کې د دغو راپورونو په اړه شک ښوول شوی او ویل شوي، دغه راپورونه په استخباراتي لحاظ تأیید شوي نه‌دي او د سیاسي اهدافو له مخې لیک یا خپاره شوي دي.

په خپله ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه استخباراتي راپورونه "ګمراه کوونکي" بللي دي.

خو په کانګرس کې ډیموکراتانو ویلي چې د انعام ورکولو دغه احتمالي پروګرام ښايي په نومبر میاشت کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یوه ستونزه وي چې ولسمشر ټرمپ هم ورته کاندید دی او ښايي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د دوستانه اړیکو له کبله ورباندې انتقادونه وشي.

د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي سیال جوبایډن او د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي چې هغه هم د بایډن په شان د ډیموکرات ګوند غړې ده، پر ولسمشر ټرمپ په دې خاطر نیوکې وکړې چې په دې اړه د معلوماتو له لرلو سره سره‌یې د روسیې په وړاندې ځوابي اقدام نه‌دی کړی او پر راپور یې غوږونه کاڼه کړي دي.