غني: د طالبانو تشدد د سولې بهیر له خطر سره مخامخ کولای شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني خبرداری ورکړی چې د طالبانو له لوري تشدد په افغانستان کې د سولې بهیر له خطر سره مخامخ کولای شي.

ښاغلي غني پرون د افغانستان د سولې په اړه په کابل کې جوړ نړیوال کنفرانس ته د انلاین وینا پر مهال وویل چې که طالبان جګړو ته دوام ورکړي، نو د سولې بهیر به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې له بده مرغه د تشدد اوسنۍ کچه د تېر کال پرتله لوړه شوې ده.

په کابل کې د شااوخوا ۲۰ هېوادونو او نړیوالو مؤسسو د استازو په ګډون لومړۍ غونډه پرون پای ته ورسېده، خو په روانه اوونۍ کې دوه نورې غونډې هم په پام کې دي چې په هغو کې به هم د سولې د بهیر پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشي.