عربستان د حج مراسمو لپاره د مېشتو بهرنیو اتباعو نوم‌لیکنه پیل کړه

ارشیف

سعودي عربستان د حج مراسمو لپاره په دې هېواد کې د مېشتو بهرنیو اتباعو نوم‌لیکنه پیل کړه.

سعودي چارواکو وړاندې ویلي د کرونا ویروس د خطر د مخنیوي لپاره روان کال یوازې شااوخوا زرو تنو زیارت کوونکو ته چې په عربستان کې مېشت دي، د حج مراسمو د ادا کولو اجازه ورکول کېږي.

په دې کې ۷۰ سلنه په دې هېواد کې مېشت بهرني اتباع او ۳۰ سلنه نور یې په خپله د سعودي وګړي جوړوي.

دا مراسم د جولای میاشتې په وروستیو کې پیلېږي. تېر کال په دې مراسمو کې د نړۍ څخه شااوخوا دوه نیم میلیونه زیارت کوونکو ګډون کړی وو.

د سعودي عربستان د حج وزارت د جولای پر ۶مه وویل چې هغه بهرني اتباع چې عمرونه‌یې له ۲۰ تر ۶۵ کلونو پورې وي او د دیابت (شکر) یا د زړه ناروغیو په څېر نورې روغتیایي ستونزې ونه‌‌لري، کولای شي نومونه د زیارت لپاره ولیکي.

د زیارت کوونکو د نوم‌لیکنې بهیر به د جمعې تر ورځې دوام وکړي.

دې پرېکړې چې له بهرنیو هېوادونو څخه زیارت کوونکي په دې مراسمو کې ګډون نه‌شي کولای، د نړۍ په اسلامي هېوادونو کې ناهیلي خپره کړه، خو وروسته ډېریو دا ومنله چې دا اقدام د روغتیایي خطر د مخنیوي لپاره اړین وو.