'د سولې د اجماع پیاوړتیا': طالبان دې تاوتریخوالی راټیټ او سولې ته زمینه برابره کړي

اشرف غني د سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا په نوم یوه غونډه پرانیسته.

د افغانستان د سولې هڅو لپاره مهمه اوونۍ چې کابل د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د درېیو مهمو غونډو کوربه دی.

د افغانستان د 'سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا' په نوم د سیمه‌ییزې غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی تر ډېره حده راټیټ او په نتیجه کې دې سمدستي د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.

نن سه شنبه د سرطان ۱۷مه نېټه د افغانستان، پاکستان او چین لوړپوړي چارواکي هم د افغانستان د سولې پر هڅو بحث کوي.

د سرطان پر ۱۹مه نېټه هم د افغانستان د متحدینو او هغو ادارو چې لسګونه کلونه‌یې له دې هېواد سره همکاري کړې ده، یوه نړیواله غونډه جوړېږي.

د دوشنبې په ماښام د سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا په نوم یوه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د دې غونډې ګډونوالو د ملکي تلفاتو د ډېروالي په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په کتو په ګډه له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او په نتیجه کې یې د سولې مذاکراتو ته ژر زمینه برابره شي.

دوی دغه‌راز د سولې پر بهیر د افغانانو پر مالکیت او مشرۍ ټینګار وکړ او د تېرو لسیزو د لاسته راوړنو او ارزښتونو د خوندیتوب غوښتنه‌یې وکړه.

ولسمشر اشرف غني چې پرونۍ غونډه‌یې پرانیستله، وویل د افغانستان حکومت د جګړې د ختمېدو لپاره سیاسي اراده او ظرفیت لري.

د ښاغلي غني په خبره حکومت طالبانو ته د سیاسي حل لارې وړاندیز کړی څو هغوی له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني د سولې په اړه پر سیمه‌ییزې اجماع ټینګار وکړ.

د ولسمشر ویاند دوا خان مینه‌پال

دی وايي: "ولسمشر وویل چې د جګړې د ختمېدو لپاره نړیواله اجماع شته او د پیاوړې سیمه‌ییزې اجماع لپاره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ملاتړ به له افغانستان سره مرسته وکړي چې د سولې اهدافو ته ورسېږي."

په پرونۍ غونډه کې د پاکستان، ایران، ترکیې، تاجکستان، اذربایجان، چین، مصر، هند، قزاقستان، سعودي عربستان، روسیې، قطر، عربي متحده اماراتو، ازبکستان او د ملګرو ملتونو استازو ګډون درلود.

د افغانستان ولسمشر په دې غونډه کې وویل، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، د افغانستان د سولې بهیر به له جدي ننګونو سره مخامخ شي.

افغان ولسمشر دغه‌راز د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې وویل چې د ملګرو ملتونو د وروستيو راپورونو له مخې طالبانو تر اوسه خپلې ژمنې عملي کړي نه‌دي او له ترورېستي شبکو سره اړیکې لري.

نوموړي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سولې بهیر هدف د یوه خپلواک، ډیموکراتیک او متحده هېواد جوړېدل دي، څو له ټولې نړۍ سره په سوله کې وي.

د افغان ولسمشر د ارزونې پر اساس که په دې هېواد کې سوله راشي، نو ګاونډي او د سیمې هېوادونه به دوه سلنه ډېره اقتصادي وده ولري.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ولسمشر وویل چې موږ ټوله د ترورېزم، جرمي شبکو او تندلارۍ له ګواښ سره مخامخ یو. امنیت، ثبات او ګټې موږ له یو بل سره تړي. عقلاني درک هم دا دی چې د یو بل ترڅنګ واوسېږو او افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ د څلور لارې په توګه کولای شي د سیمې په ثبات او هوساینه کې ښه رول ولوبوي."

خوشې شوي طالب بندیان

د افغانستان ولسمشر له طالبانو هم وغوښتل چې د حکومت بندیان خوشې او د سولې مخامخ خبرو پیل ته ژمن شي.

تر اوسه د حکومت شااوخوا ۷۵۰ بندیان د طالبانو له‌خوا خوشې شوي دي. بل لور ته د افغانستان حکومت تر اوسه تر څلور زره ډېر طالب بندیان خوشې کړي دي.

د سیمې او نړۍ هېوادونو په پرله‌پسې ډول ویلي چې د افغانستان د سولې هڅو ملاتړ کوي، خو د ځینو هېوادونو ترمنځ سیالۍ لا هم دوام لري.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ویس احمد برمک له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا سیالۍ داسې تحلیلوي.

ښاغلي برمک زیاته کړه: "په تېرو ۱۹ یا ۲۰ کلونو کې د دې شاهد وو چې له یوې خوا ایران او بل‌خوا پاکستان دی. تر دې په پراخه کچه اختلافات سعودي عربستان او ایران ته رسېږي. ځینې ستونزې هم د هند او چین او بالاخره د هند او پاکستان ترمنځ دي. د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستان سره ډېره جدي ستونزي نه‌لري او څه چې هغوی یې غواړي یو محافظتي پوښښ دی چې دوی ته زیان ونه‌رسېږي."

ویس احمد یرمک

د افغانستان حکومت او د امریکا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د هڅو سره سره لا تر اوسه د بین‌الافغاني خبرو د پیل څرک معلوم نه‌دی.

په همدې حال کې حکومت خوشبین دی چې دا خبري به د جولای په میاشت کې چې اووه ورځې یې تېرې شوې دي، پیل شي. تر دې وړاندې طالبانو او حکومت تأیید کړې وه چې قطر د دواړو لورو ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو د ځای په توګه ټاکل شوی دی.