د افغانستان د تحصیلي او ښوونیزو ادارو بیا فعالېدو طرحه چمتو شوه

د کابل پوهنتون محصلین

د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي، د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي مرکزونو کې د حضوري زده کړو د پیل لپاره چمتو شوې طرحه یې کرونا سره د مبارزې عالي کمېټې ته سپارلې ده.

د دغې طرحې د منل کېدو په صورت کې به راروانه اوونۍ، د چنګاښ یا سرطان په لومړۍ نېټه په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې حضوري زده کړې پیل شي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس په خپرېدو سره په دغه هېواد کې ښوونیز او تحصیلي بهیر له ځنډ سره مخ او ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې وتړل شوې.

د لوړو ردکړو او پوهنې وزارتونو د زده کړو بهېر په انلاین او یا هم غږیزو او تصویري رسنیو له لارې پیل کړ.

په دې خدمتونو کې د محدودیتونو له امله، ډېری محصلینو زده کړو ته لاسرسی نه درلود.

امېد هاشمي او حسنا عفت، هغه محصلین دي چې په انلاین ډول د زده کړو په تعقیب کې پاتې راغلي.

دوی ازادي راډیو سره په دې اړه خپل نظرونه شریک کړل.

امېد هاشمي وايي: "ځينو محصلینو مالي امکانات درلودل او له سیسټم څخه یې ګټه واخیسته،خو ځيني محصلین وو چې د انټرنېټ فعالولو پیسې یې نه درلودې."

حسنا عفت وویل: "موږ د قرنطین ورځو کې انټرنېټ ته لاسرسی نه لرو، هغه خلک چې انټرنېټ ته لاسرسی لري، خپلې زده کړې یې په انلاین ډول تعقیب کړې خو له بده مرغه موږ له زده کړو پاتې شوو."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، پوهنتونونو کې د حضوري زده کړو طرحه یې کابینې او کرونا سره د مبارزې عالي کمېټې ته سپارلې ده.

د دې وزارت د خپرونو مشر عزیز احمد اوریا وايي، د دې طرحې د منلو په صورت کې به حضوري زده کړې د سرطان په ۲۱ مه یعنې راتلونکې اوونۍ پیل شي.

هغه زیاته کړه: "په سړو سیمو کې به له ۸ نه تر ۱۰ اوونیو دوام وکړي او تودو سیمو کې چې درسي سمستر یې د کرونا ویروس له پیل سره ختمېدو ته نږدې و ۴ اوونۍ به دوام وکړي."

د ښاغلي اوریا په خبره، هغو محصلینو چې په انلاین ډول زده کړو ته لاسرسی نه درلود،ځانګړي تدریسي ټولګې به ورته جوړ شي.

آرشیف، د پوهنتون محصلین

د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو پر بنسټ د پسرلني سمستر لپاره ۱۶ اونۍ په پام کې نیول شوې دي.

د پوهنتونونو او ښووونځيو د قرنطین طرحه په داسې حال کې لا هم د پلي کېدو په حال کې ده، چې د خلکو له خوا د قرنطین اصول د کابل په ګډون لویو ښارونو کې په پام کې نه نیول کېږي او ان د ودونو ځیني هوټلونه هم فعال شوي دي.

د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کمېسیون غړې فریدې بیکزاد ازادي راډیو ته وویل، کله چې د دې جرګې ناستو کې د پوهنتونو او ښوونځيو د پيل موضوع یاده شوه د جرګې غړو له دې موضوع سره مخالفت وښود.

هغې زیاته کړه: "ځکه چې کورنۍ نه غواړي، موږ د تالار داخل کې یو، خلکو له کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې ښوونځي پیل شي خو ډېری وکیلانو د ښوونځیو پیلېدو په وړاندې انتقاد وکړ او ویل یې، چې موږ خپل ماشومان نه پرېږدو چې ښوونځي ته لاړ شي."

تر اوسه د ښوونځیو د پیل په اړه د پوهنې وزارت له خوا رسمي څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۲۳۹ کسان په کرونا ویروس اخته او ۳۴ تنه مړه شوې دي.

افغانستان کې د دې شمېرو له ثبتېدو سره په ټوله کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۳ زره او ۱۹۰ تنو، د بیرته روغ شوې شمېر ۲۰ زره ۱۳۰ او د مړو شمېر ۸۹۸ تنو ته ورسېد.