هشت صبح: د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ له بن بنست سره مخ شوې

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د طالب بندیانو د خوشې کېدو او سولې په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، تمه وه چې پرون حکومت د طالبانو پاتې زر بندیان هم خوشې کړي او په دې سره بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره شي، خو حکومت یوازې ۴۰۰ نور بندیان خوشې کړل او د ۶۰۰ بندیانو له خوشې کولو یې انکار وکړ.

وړاندې راغلي، د بندیانو نه‌خوشې کول په ظاهره د جګړې د دوام لامل ګرځېدلی دی، ځکه طالبان وايي، هغه مهال بین‌الافغاني خبرې پیلوي چې پنځه زره بندیان‌یې خوشې شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا معلومه ده چې حکومت تر پایه په خپل دې دریځ نه‌شي پاتې کېدلی، خو له بده مرغه د دې ځنډ قرباني ولس ورکوي.

مسیر لیکلي، هغه کارونه چې حکومت‌یې د امریکا د فشار له امله حتمي کوي او اړ کېږي چې ویې‌کړي، ښه ده چې د افغانانو په غوښتنه او د سولې په نیت‌یې وکړي چې په وینا یې دا چاره به هم د حکومتي چارواکو په اړه د خلکو ذهنیت مثبت کړي او هم به له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د سولې پروسې په وړاندې بېلابېل شکونه موجود دي. یو شمېر افغانان په دې نظر دي، هسې نه امریکا له پاکستان سره په معامله کې د افغانستان د جګړې بڼې بدلول غواړي نه واقعي سوله او بل دا چې ښايي دغه د سولې پروسه د ټرمپ لپاره تبلیغاتي او کمپايني حیثیت ولري او صرف د ده تر بیا ځلي انتخابېدو تعقیب شي او بس.

ورځپاڼې د امریکایي ورځپاڼو د ارزونو پر بنسټ لیکلي چې ولسمشر ټرمپ ته د افغانستان سوله یوه انتخاباتي مسئله ده او دی په دغه پروسه کې د افغانانو تر سرنوشت او د خپلو پوځیانو تر برخلیک زیات په راتلونکو انتخاباتو کې د بیا ځلې کامیابېدو په فکر کې دی.

د ورځپاڼې په باور، په دوحه کې له طالبانو سره لاسلیک شوې توافق‌نامې ته په کتو معلومېږي چې امریکا د سولې پروسې د ځنډېدو او شنډېدو لپاره کافي چانسونه پرېښي دي چې له هغې جملې څخه د دواړو لورو د بندیانو د خوشې کېدو مسئله يادولی شو.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، امریکا ډېره هڅه کوي د افغان سولې پروسې ټولې برخې په خپل کنټرول کې ولري او په وینا یې د مرکچي پلاوي لېست په واقعیت کې امریکایانو جوړ کړ او اوس د مصالحې عالي شورا په مختلفو برخو خصوصاً دارالأنشاء کې هم د خپلې خوښې تعیینات کوي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، "د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ له بن بنست سره مخ شوې ده."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، لکه څنګه چې لیدل کېږي د طالب بندیانو د خوشې کېدو لپاره شریک شوی نوملړ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ستونزې پیدا کړې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور دا روښانه ده چې طالب بندیان د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ خوشې شوي چې په وینا یې دا ستونزې پیدا کړي او دلته باید د طالب بندیانو د خوشې کولو تصمیم حکومت ته پرېښودل شوی وی او د هغو نظر هم اخیستل شوی وی.

خو په سرمقاله کې راغلي، له بل لوري د طالب بندیانو له خوشې کېدو سره طالبانو جګړې ته زور ورکړی او په دریځ کې هېڅ ډول نرمښت نه‌لیدل کېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور اړتیا وه چې طالبانو بشپړ اوربند کړی وی ترڅو د جګړې قرباني کورنیو دا احساس کړی وی چې طالبان سولې ته لېوالتیا لري.