قره‌باغ کې یوې ټرافیکي پېښې یو کس وژلی او ۶ تنه ټپیان شوي

د افغانستان عمومي نقشه کې پلازمېنه کابل

د کابل قره‌باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شول.

د کابل د قره‌باغ ولسوال محمد یعقوب حنیف ازادي راډیو ته وویل چې تېر ماښام د چنګاښ ۱۴مه قره‌باغ ولسوالۍ د بازار په سیمه کې دوه کرولا موټرو ټکر کړی دی چې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

ښاغلي حنیف د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ وښود.

د ټرافیک مسؤلین وایي کوچني سړکونه او د موټر چلوونکو بې‌پروایي دا ډول پېښې رامنځته کوي.