د کندهار په ۵ ولسوالیو کې ملخانو کروندګرو ته زیانونه اړولي

دغه ملخانو پر هغو سیمو یرغل کړی چې تر ډېره پورې په کې پنبه، غنم او جوار کرل کېږي.

د کندهار پنځو هغه سرحدي ولسوالیو ته چې ډیورنډ فرضي کرښي ته نږدې موقعیت لري ملخان راغلي او کروندګرو ته یې ډېر زیانونه اړولي.

کروندګر وايي، ملخانو یې کښتونه خوړلي چې هم یې دوی او هم یې ځايي مالدارانو او کوچیانو ته زیان اړولي.

دغه ملخانو پر هغو سیمو یرغل کړی چې تر ډېره پورې په کې پنبه، غنم او جوار کرل کېږي.

په ورته وخت کې د کندهار د کرنې ریاست مسئولین هم دا د یوه جدي ستونزه بولي او وايي، په هغه سیمو کې چې ملخان راغلي دوی به یې دوا پاشي او پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وکړي.

صادق رښتینی د کندهار ډنډ ولسوالۍ ته تللی او په اړه يي دا راپور چمتو کړی چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور