هشت صبح: د هغو کسانو مخه باید ونیول شي چې د سولې پروسه زیانمنوي

ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې په وړاندې د پرتو خنډونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼه لیکي، د هغو کسانو مخه باید ونیول شي کوم چې د سولې پروسه زیانمنوي.

وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه را اخیستل شوې چې په‌کې راغلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل ممکن د سولې پروسه زیانمنه کړي.

په سرمقاله کې په حکومت او طالبانو هم غږ شوی چې د سولې پروسې ته له دغو زیانونو مخنیوی وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د افغانستان د سولې پروسه ډېر دښمنان لري او هر څوک د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ګوري چې باید دغو فرصت‌طلبو کسانو ته زمینه برابره نه‌شي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، په دې وروستیو کې له مقناطیسي ماینونو څخه ګټه اخیستل، د راکټي حملو زیاتېدل، د علماوو وژل او په ټوله کې د جګړې د لوري بدلېدل د سولې پروسې د ګډوډولو لپاره روان دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، حکومت او طالبان باید سولې ته د رسېدو لپاره د وخت له ضایع کولو لاس واخلي او دښمنو کړیو ته د ګټې اخیستنې اجازه ورنه‌کړي.

  • ویسا

ویسا په دې ټکو خپله سرمقاله پیل کړې ده، افغانان بايد سوله د شر غوښتونکو له لاسه وژغوري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې خلیل‌زاد د بین‌الافغاني مذاکراتو په زمینه‌سازۍ بوخت دی او په کابل کې د ډاکتر عبدالله تر مشرۍ لاندې د مصالحې عالي شورا جوړه شوې، پنټاګون په یوه راپور کې د امریکا کانګرس ته لیکلي چې ګواکې طالبانو د هند نیمه وچه کې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ساتلې دي.

وړاندې راغلي، دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې د دوحې په هوکړه کې چې د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د طالبانو او امریکا متحده ترمنځ لاسلیک شوه په څرګند ډول راغلي چې طالبان به د القاعده په څېر ترورېستي ډلو سره اړیکې نه‌پالي او دا د دوحې د هوکړې مهمه برخه جوړوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که د وروستیو اوونیو بې‌ادرسه ترورېستي مرګوني بریدونو ته وګورو په ډاګه کېږي، داسې لاسونه شته چې غواړي د سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، هغه لاسونه چې د یوناما مشرې «شر غوښتونکي» بللي دي.

سرمقاله کې راغلي، موږ کم له کمه د روان مرګوني او په ټپه ولاړ حالت نه‌راوتلو ته اړتیا لرو او د ورځپاڼې په باور د اوس لپاره ټول افغانان باید د سولې پروسې ملاتړ ته راودانګي، خو په عین وخت کې خپله سیاسي هوښیاري هم وساتي او که داسې وشي موږ به ښودلې وي چې داسې یو ملت یو چې د بقا ارزښت لرو.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې په دې پوښتنې خپله سرمقاله پیل کړې، ایا د سولې مذاکراتو لپاره زمینه برابره شوې ده؟

وړاندې د زلمي خلیل‌زاد وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې، راغلي که چېرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ژر تر ژره پیل نه‌شي ممکن دا پروسه زیانمنه شي.

خو ورځپاڼې لیکلي، که څه هم چې افغان حکومت تر اوسه پورې نږدې څلور زره بندیان خوشې کړي، خو وایي وسله‌والو طالبانو تر اوسه سولې لپاره هېڅ ډول لېوالتیا نه‌ده ښودلې او تل د پلمو جوړولو په لټه کې دي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ هېڅ ډول د باور فضا نه‌ده رامنځ ته شوې او له دې پرته سوله ممکنه نه‌ده.