د ایران د اټمي پروګرام په یوه مرکز کې د 'اور لګېدنې' علت معلوم شو

د ایران اصفهان کې د نطنز اټمي مرکز

د ایران امنیتي چارواکي وايي چې د دې هېواد د اټمي پروګرام په یوه مرکز کې د وړمه ورځنۍ پېښې علت معلوم شوی، خو جزئیات به‌یې وروسته روښانه کړي.

له دې مخکې د ناڅرګندو سرچینو په حواله راپور ورکړل شوی و چې د نطنز په اټمي تأسیساتو کې د یوې سایبري حملې له کبله اور لګېدلی، خو د ایران د ملي امنیت عالي شورا وايي چې د پېښې علت په امنیتي دلایلو نه‌افشا کېږي.

دغه شورا وايي چې په مرکزي ایران کې د نطنز په اټمي بټۍ کې د وروستۍ پېښې علت د مسؤلو ادارو له‌خوا د څېړنو په نتیجه کې په دقیق ډول روښانه شوی دی.

د دې شورا ویاند کیوان خسروي پرون د جمعې په ورځ وویل، د ځانګړو امنیتي دلایلو له کبله د دې پېښې علت او جزئیات اوس نه‌اعلانوي، خو په مناسب وخت کې به په دې اړه معلومات ورکړل شي.

د ایران د اټمي انرژۍ ادارې ویلي، پېښه د پنجشنبې په ورځ د نطنز د اټمي بټۍ په یوه صنعتي ساحه کې چې کار پرې روان و، شوې.

د ایران په اصفهان کې د نطنز اټمي تأسیساتو ویجاړه شوې ودانۍ

د دې ادارې ویاند وویل چې زیانمنه ودانۍ د ځمکې پر سر او د یورانیمو د غني کولو له ساحې څخه جلا وه. وروسته د نطنز د والي له قوله په راپورونو کې وویل شول چې هلته اور لګېدلی، خو روېټرز خبري اژانس د درې ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې وايي، د دوی په باور په دې ودانۍ کې اور د سایبري حملې له کبله لګېدلی دی مګر دې چارواکو چې نومونه‌یې نه‌دي یاد شوي شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

د دې چارواکو له ډلې یوه ویلي دي چې په دې حمله کې د یورانیمو د غني کولو د ځانګړې وسیلې یا سنټرفیوژ د یوځای کولو یا مونتاژ ودانۍ په نښه شوې وه.

د دې چارواکي په وینا د ایران دښمنانو له دې مخکې هم دا ډول حملې کړې دي.

د دې پېښې له اعلان څو ساعته وروسته ایرنا دولتي خبري اژانس یوه سرمقاله خپره کړه او په هغه کې یې دا کار د دښمنو هېوادونو په تېره د متحده ایالاتو او اسرائیلو له‌خوا احتمالي تخریبي اقدام وباله.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې له شپږو لویو قدرتونو سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې په هغه کې یې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنه وکړه.

د نطنز اټمي تأسیساتو دروازه

د دې موافقې له لاسلیک وروسته د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشانو په منظم ډول نطنز اټمي بټۍ ته تګ راتګ کاوه.

د ایران د یورانیمو د غني کولو لویه بټۍ په نطنز ښار کې ده چې د پلازمېنې تهران د جنوب په ۲۵۰ کیلومتره واټن کې پروت دی او تأسیسات‌یې له هوايي حملو د خوندیتوب په خاطر تر ځمکې لاندې ۷،۶ متر ژور جوړ شوي دي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي موافقې ووته او هغه بندیزونه‌یې بیا پرې ولګول چې د موافقې له مخې لیرې شوي وو.

د دې بندیزونو له کبله د ایران اقتصاد سخت زیانمن شو، خو وروسته تهران هم هغه محدودیتونه چې په دې موافقه کې یې منلي وو په پرله‌پسې ډول له پامه وغورځول.