افغان او امریکايي چارواکو ټينګار کړی چې د بین الافغاني خبرو په اړه پاتې مسايل باید ژر تر ژره حل شي ځکه ځنډ مخربینو ته فرصت برابروي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي: "له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې په وروستۍ ويډيويي غونډه کې د سولې او اقتصادي ګټو په اړه خبرې وکړې او دواړه لوري پر دې موافق دي چې د سولې اقتصادي ګټې تر جګړې زیاتې دي."
دا خبره زلمي خلیلزاد نن (د جولای په ۳یمه نېټه) پر خپله ټويټر پاڼه لیکلې ده.
4/4 On peace we emphasized the immediate step is to rapidly resolve the remaining issues surrounding the start of intra-Afghan negotiations. Delay provides opportunities for spoilers.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 3, 2020
ده زیاته کړې چې تلپاتې سوله په دې مانا ده چې پانګونې به زیاتې شي، مصارف به کم شي او سرمایه به وده وکړي.
خلیلزاد پر ټويټر لیکلي چې دا غونډه د روانې اوونۍ په اوږدو کې جوړه شوه.