د امریکا له لوري وینزویلا ته د تلونکو بېړیو ضبطولو هڅه

ارشیف

امریکا هڅه کوي چې د ایران د تېلو بیړۍ چې وینزویلا ته روانې دي، ضبط کړي.

امریکايي څارنوالانو یوې محکمه کې غوښتنه کړې چې د ایران د تېلو بار څلور ټانکرونه چې وینزویلا ته روان دي ونیسي.

دا د امریکا د بندیزونو سره مخ او د امریکا ضد پر دې دوو متحدانو د واشنګټن له خوا د فشار راوړلو تازه هڅه ده.

د دې بېړیو د ضبطولو غوښتنه او په اړه یې شکایت د چارشنبې په ورځ د ډي سي ایالت په یوه فډرالي محکمه کې ثبت شوی، او په کې ادعا شوې چې د تېلو دا خرڅلاو د یو داسې ایراني سوداګر له خوا کېږي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک سره تړاو لري.

د ایران سپاه پاسداران ځواک امریکا د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړی.

په محکمه د ثبت شوې ادعا له مخې د امریکا د قدس ځواک د ۲۰۱۸ میلادي کال د سېپټېمبر میاشتې راهېسې د انتقال د یوې شبکې له لارې چې بندیزونه پرې لګېدلي او لسګونه د انتقال تنظیمونکي، بېړۍ او اسانتیا برابرونکي په کې ښکېل دي، تېل لېږدولي دي.

په شکایت کې دا څلور تېل لېږدونکي ټانکرونه د بیلا، بیرینګ، پانډي او لونا په نومونو یاد شوي چې د امریکايي څارنوالانو په وینا یو اعشاریه یو میلیونه بیرله تېل په کې بار دي.