چارواکي: د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره د کونړ د والي په موټر برید شوی

عبدالستار ميرزکوال

د لغمان چارواکي وایي، تېر ماښام د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره د کونړ د والي د موټرو پر کاروان وسله‌وال برید شوی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېر ماښام د کابل-جلال‌اباد د لویې لارې په اوږدو کې د سرخکانو په سیمه کې شوې ده.

ځينو سرچینو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې په دغه برید کې د کونړ والي ته کوم زیان نه‌دی اوښتی، خو دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پر همدغه لاره د نورستان د والي حافظ عبدالقیوم د موټرو پر کاروان برید شوی و چې دی ورڅخه روغ وتلی وو، خو ساتونکو او موټرو ته‌یې زیان اوښتی وو.

د دغو بریدونو مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د یادونې وړ ده چې تر نسبي امن او کرارۍ وروسته د کابل-جلال‌اباد د لارې ناامنیو خلک اندېښمن کړي او له ځایي مسؤلینو غواړي چې د لارې خوندیتوب ته جدي پام وکړي.