کونړ کې د هندواڼې حاصلات سږ کال ښه بازار لري

ارشیف

د کونړ چارواکي وایي، د دغه ولایت هندواڼې په ګاونډیو ولایتونو کې سږ کال ښه بازار لري چې له دې امله به بزګران په لسګونه میلیونه افغانۍ ګټه وکړي.

د کونړ د کرنې رئیس نجیب‌الله عادل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال په کونړ کې پر نږدې زر جریبه ځمکه هندواڼې کرل شوې دي چې حاصلات‌یې له ۱۰ تر ۱۲ زره ټنو ته رسېږي او مجموع عواید یې ۴۰ میلیونه افغانۍ اټکل کېږي."

د چارواکو په وینا کونړ ته د کرنې نوي ماشین الات وارد شوي او په وروستیو کلونو کې بڼوالۍ ته پاملرنه زیاته شوې ده چې د نارنج، مالټې او لیمو ترڅنګ په میلیونونو افغانۍ د چهارمغزو او شفالتو پر باغونو پانګونه شوې ده.