ویسا: د جګړې دا ګونګ حالت د طالبانو په ضرر تمامېږي

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د جګړو د شدت زیاتېدو او اداري فساد په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې ټکو پیل کړې، "د جګړې دا ګونګ حالت د طالبانو په ضرر تمامېږي."

دغې ورځپاڼې وړاندې لیکلي، له هغې ورځې چې زلمي خلیل‌زاد او ملا عبدالغني برادر په دوحه کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ په افغانستان کې ماین چاودنې، هدفي وژنې او داسې عملیات چې زیاته مرګ‌ژوبله یې لرله، خو چا یې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی، زیات شوي.

ویسا لیکي، اوس زيات داسې پېښېږي چې په چاودنو کې ملکي وګړو ته درانه تلفات واوړي، دولت‌یې پړه پر طالبانو واچوي، طالبان ترې انکار وکړي او یا اصلاً عاملین‌یې تر اخره ښکاره نه‌شي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، که پر دغو ټولو د کابل ترورونه چې په دې وروستیو کې د نظر خاوندان، سیاسي فعالان او جید علما په‌کې ووژل شول اضافه کړو، وینو چې د سولې له ظاهري هڅو سره سره مو هېواد په بد مسیر کې په حرکت کې دی.

د ویسا ورځپاڼې په باور، اوس وضعیت دومره پېچلی شوی او کنټرول‌یې د ټولو له لاسه د وتو په حال کې دی چې طالبان، افغان حکومت او امریکایان ټول د پېښو غندنه کوي، خو څوک نه‌شته چې مخه‌یې ونیسي او په وینا یې د دغه وضعیت دوام تر ټولو دمخه د طالبانو اسلامي تحریک ته خطرناک تمامیدای شي، ځکه چې د اوضاع کنټرول‌یې له لاسه وباسي او هغه ادعا چې ګواکې دوی د خاورې په زیاته برخه او خپلو ټولو جنګیاليو حاکمیت لري له جدي پوښتنو سره مخامخ کوي.

  • مسیر

مسیر ورځپانې خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړی، "د سیاسي موخو لپاره پر ملکي وګړو بریدونه!"

وړاندې په سرمقاله کې د هلمند د سنګین ولسوالۍ برید ته اشاره شوې او د ورغلیو خبریالانو او د سیمه‌‌ییزو خلکو په حواله لیکل شوي چې د وړمې ورځې بریدونه په سیمه کې د ملي اردو ځواکونو کړي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري چې کله ملکي وکړي ووژني، نو بیا یا یو مخ انکار کوي او پېښه تحریفوي او یا هم پړه پر بل لوري وراچوي او کله چې پېښه ډېره رسوا شي او د پټولو نه‌وي، بیا د څېړنو او پلاوو ټاکلو خبره یاده شي، څو د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، اوس دې حکومت ووايي چې ولې یې دا ملکي وګړي وژلي؟ چا وژلي؟ له وژونکو سره به څه کوي او په راتلونکي کې څه ډول د دغه ډول پېښو مخنیوي کوي؟ د مسیر په وینا، که ښکېل اړخونه دا کار نه‌کوي، نو څرګنده ده چې دوی ته د ملکي وګړو ژوند مهم نه‌دی او ان دا شک هم کېږي چې دوی به په تېروتنه نه، بلکې په قصدي او شعوري ډول د خپلو سیاسي موخو لپاره ملکي وګړي وژني.

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی، اوس د دې وخت دی چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره سیاسي فشارونه زیات شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په حکومتي ادارو کې د فساد موضوع ته اشاره کړې او لیکي، فساد اوس‌مهال په دولتي او خصوصي ادارو کې په نا علاجې ناروغۍ بدل شوی.

وړاندې سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې حکومت ولې د فساد په مخنیوي کې پاتې راغلی؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، له عدلي او قضایي تعقیب څخه د دولتي لوړپوړو چارواکو او د ملي شورا د غړو خوندیتوب لامل شوی چې فساد په دغه هېواد کې اوج ته ورسېږي او د قانون پلي کوونکې ادارې نه‌شي کولای چې د دغو اشخاصو دوسیې تعقیب کړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا له بله اړخه له فساد سره د مبارزې ادارې استقلالیت نه‌لري او تر ډېره د دغو ادارو په کارونو کې لاسوهنې موجودې دي.