خلیل‌زاد د منځنۍ اسیا هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان د سولې او ثبات پر موضوع خبرې کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې یې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په غونډه کې د سولې د پروسې په تازه مسئلو او په دې پروسه کې د منځنۍ اسیا له‌خوا په لوبول شوي او لوبېدونکي حیاتي رول بحث وکړ.

هغه زیاته کړې چې یو باثباته او سوکاله افغانستان د سیمې د سولې او د منځنۍ اسیا د سوکالۍ لپاره مهمه دی.

د خلیل‌زاد په خبره داسې منځنۍ اسیا چې په‌کې خپلواکه دولتونه په ګډه له افغانستان سره کار وکړي څو له جَنوبي اسیا سره وصل شي هغه څه چې هم د سیمې او هم د امریکا په ګټه ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي خپل تازه سفر څو ورځې مخکې پیل کړی او ویل کېږي چې له منځنۍ اسیا وروسته اسلام‌اباد یا دوحې ته ځي او له افغان چارواکو سره به هم د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي.