د امریکا استخباراتو ټرمپ ته پر روسیې د تورونو په اړه معلومات ورکړل

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا استخباراتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته پر روسیه د تازه لګېدلو تورونو په اړه معلومات ورکړي دي.

نیویارک ټايمز ورځپاڼې د جون په ۲۶مه، په یوه راپور کې وویل چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته جایزې ورکړې دي.

تر دې راپور دوه ورځې وروسته واشنګټن پوسټ وویل چې داسې شواهد شته چې د روسیې د انعام لپاره پر امریکايي ځواکونو حمله شوې او ځيني کسان وژل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کایلي مک ایناني پرون (د جون په ۳۰مه) وویل چې استخباراتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د دې مسئلې په اړه وضاحت ورکړی دی.

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر، د سپینې ماڼۍ د چارو د ادارې مشر او د ملي امنیت مشر پرون په دې اړه د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو ته هم معلومات ورکړل.

خو په کانګرس کې د دواړو ګوندونو استازو د امریکا له استخباراتي ادارو غوښتنه کړې چې ټولو ته دې په عمومي غونډه کې معلومات ورکړي او باید دا پرېکړه وشي چې د روسیې لپاره به د دې کار عواقب څه وي.

د روسیې حکومت او طالبانو د واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز معلومات رد کړي دي.