ګلوب انډ مېل: پومپيو پر طالبانو فشار راوړی چې تاوتریخوالی کم کړي

بهرنۍ ورځپاڼې

  • ګلوب انډ مېل

کاناډايي ورځپاڼې ګلوب انډ مېل په خپله اخري ګڼه کې د طالبانو د مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو د خبرو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې عنوان دی په داسې حال کې چې طالبانو ته د روسیې د پيسو په اړه بحثونه زیات شوي دي، پومپیو د طالبانو د یوه چارواکي سره خبرې کړي دي.

د ګلوب انډ مېل په لیکنه، دا خبرې په داسې وخت شوي چې په واشنګټن کې د روسیې له‌خوا طالبانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې د پیسو ورکولو د موضوع په اړه د ټرمپ د خبرېدو د دقیق وخت اړوند پوښتنې مطرح شوي.

ورځپاڼې په قطر کې د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین له قوله لیکلي، پومپیو او ملا برادر د دوشنبې په ورځ ناوخته له یو بل سره خبرې وکړې.

سهیل شاهین پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې خبرې په وېډيويي بڼه وشوې. ګلوب انډ مېل لیکلي چې پومپيو پر طالبانو فشار راوړی چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي او همداراز د توافق پر عملي کولو یې خبرې وکړې چې دواړو لورو په فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې لاسلیک کړه.

دا وېډيويي خبرې همداراز په داسې حال کې شوي چې د افغانستان سولې ته د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سیمې ته سفر دوام لري. دی پرون د سې شنبې په ورځ په ازبکستان کې وو او ټاکل شوې وه په هغه ورځ ناوخته یا نن سهار اسلام‌اباد ته روان شي او وروسته دوحې ته لاړ شي.

ټاکل شوې ده ښاغلی خلیل‌زاد کابل ته د تګ پر ځای له افغان چارواکو سره د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي چې د ګلوب انډ مېل په وینا لامل‌یې په کابل کې خپور شوی کرونا ویروس دی.

ګلوب انډ مېل لیکي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق عملي کول یوه حساس پړاو ته ننوتلی. که حکومت او طالبان په دې توافق کې د بندیانو د راخوشې کولو پر موضوع ژمنې عملي کړي، بین‌الافغاني خبرې به په جولای میاشت کې پيل شي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله له ځنډ سره مخامخ شوې. د موافقې له مخې ټاکل شوې وه افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان به د افغان حکومت زر بندیان راخوشې کوي، خو تر اوسه حکومت د طالبانو شااوخوا څلور زره او طالبانو د حکومت شااوخوا ۷۰۰ بندیان راخوشې کړي دي.

ګلوب انډ مېل د سهیل شاهین له قوله لیکلي چې ټويټ‌یې کړی چې د دوشنبې په ورځ ملا برادر په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د حکومت د نویو پوستو په اړه شکایت وکړ او پومپیو وویل چې واشنګټن غواړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو شاهد وي.

  • دې هېل

دې هېل خپرونې د هغه راپورونو په اړه لیکلي چې وايي روسیې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي. د امریکا دفاع وزارت د دوشنبې په ماښام وویل، د هغو راپورونو کره‌والی یې نه‌دی معلوم کړی چې ګواکي روسیې دې د طالبانو سره اړوندو سخت دريځو ته پیسې ورکړې وي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ګډون د ائتلاف ځواکونه ووژني.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جانتن هافمن په یوه اعلامیه کې وویل: "پرته له دې هم موږ په افغانستان او ټوله نړۍ کې د خپلو ځواکونو خوندیتوب او امنیت ته ډېر جدي پام کوو او له همدې کبله له احتمالي خطره د دوی د ژغورلو لپاره تدابیر نیسو."

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې استخباراتي ارزونه ښيي چې د روسیې د پیسو په نتیجه کې امریکایي پوځیان ووژل شول او اسوشیټډ پرس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سپینې ماڼۍ لوړپوړي چارواکي د استخباراتو په دې راپور خبر وو چې روسیې د ۲۰۱۹م کال په لومړیو کې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي.

د امریکا په استازو جرګه کې د دواړو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو استازو له لوړپوړو چارواکو په دې اړه ځواب غوښتی دی.

د دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ د استازو جرګې لږترلږه اووه جمهوري غوښتونکو استازو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړل.

له دې مخکې هم ډېر ځلې له طالبانو سره د روسیې د مرستو ادعاوې شوي، ان یو شمېر امریکایي لوړپوړو پوځي چارواکو طالبانو ته د روسي وسلو د ورکولو ادعاوې کړي چې دواړو مسکو او طالبانو هغه رد کړې دي.

روسیې ویلي چې له طالبانو سره اړیکې یې ځکه ټینګې کړې چې د افغانستان له شماله منځنۍ اسیا او روسیې ته د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د نفوذ مخه ونیسي.

مسکو هم تر اوسه لږترلږه دوه ځلې د طالبانو استازي د افغان سولې په اړه کنفرانسونو ته بللي وو.