قطر، پاکستان او ازبکستان ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر له پیل سره سم، مایک پومپیو او ملا برادر د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، په دې خبرو کې د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو، بینالافغاني خبرو، د بندیانو تبادلې، د بهرنیو عسکرو د وتو او د تاوتریخوالي په کمېدو بحث شوی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ملا برادر ته ویلي چې د دواړو لورو لهخوا باید د جګړې ګراف نور هم راښکته شي.
هغه زیاته کړه: "بینالافغاني خبرو ته ژمن یوو، دا خبره موږ مخکې هم په ځلونو کړې ده، مګر د بندیانو د خلاصون په بهیر کې د ځنډ له کبله بینالافغاني خبرې ځنډېدلې دي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد نورو چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.
که څه هم طالبانو د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره اساسي شرط د خپلو بندیانو ازادي ښودلې، خو د افغانستان حکومت بیا تل د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی دی.
تازه د ملي امنیت شورا وايي، د دوحې تړون بریا او سولې ته رسېدل، په سملاسي ډول د تاوتریخوالي په کمولو او د مخامخ خبرو په پیل پورې تړلې مسئله ده.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د سې شنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه ولیکل "د فبرورۍ له ۲۲مې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ راهیسې طالبانو هره ورځ په منځني ډول ۴۴ بریدونه کړي او یا یې هم هره ورځ ۲۴ ملکیانو ته مرګژوبله اړولې."
On average, the Taliban has carried out 44 attacks and killed or wounded 24 civilians everyday in Afghanistan since the Feb. 22 reduction in violence week. The success of the Doha deal & peace in Afghanistan requires an immediate reduction in violence & the start of direct talks.
— Javid Faisal (@Javidfaisal) June 30, 2020
د افغانستان د ملي امنیت شورا له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې د پاتې طالب بندیانو خلاصون د دې ډلې لهخوا د سولې لپاره د ښه نیت ښودو او د تاوتریخوالي کموالي پورې اړه لري.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازاډي راډیو ته وویل، دوی چمتو دي چې د ټولو بندیانو له خلاصون وروسته، په یوه اوونۍ کې بینالافغاني خبرې پیل کړي.
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت هیله ښيي چې د امریکا هڅې د تاوتریخوالي د کمېدو او تر خوا یې د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې یو د اسانتیاوو برابروونکي کلیدي هېواد په توګه مطرح ده. سره له دې چې افغانستان په مذاکراتو کې له بشپړ ګډون برخهمن دی، خو هیله لري چې د نړیوالو همکارانو مرسته به د بینالافغاني خبرو پیل ته زمینه برابره کړي، تاوتریخوالی به راکم کړي او د مذاکراتو د پیل لپاره به بشپړ باور رامنځته راشي."
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر داسې مهال له مایک پومپیو سره د افغانستان پر سوله غږېږي چې زلمی خلیلزاد د دوحې هوکړې د پاتې ژمنو عملي کېدو لپاره سیمې ته په سفر راوتلی.
د تاوتریخوالي کمول او د پاتې بندیانو خلاصون د دې سفر مهم اهداف ښودل شوي دي.