د امریکا په ۴ ایالتونو کې د کاروبارونو بیا پیلېدل ځنډېدلي

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې په متحدایالاتو کې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لږترلږه ۴۲ زره تازه پېښې ثبت شوې دي.

په امریکا کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د نویو پېښو له زیاتېدو سره څو نور ایالتونه هم د بارونو، رستورانتونو او نور کاروبارونو د بیا پرانیستو له پرېکړې په شا شول.

په اریزونا، فلوریډا، ټکزاس، نیوجرسي او د شمال او لویدیځ په ډېرو ایالتونو کې چارواکو د رستورانتونو، بارونو، سینماګانو او د ګڼې ګوڼې ځینې نور ځایونه بند کړي او ډېری ایالتونو د ماسک اغوستل او ټولنیزه فاصله جبري کړي دي.

په عین حال کې چارواکي شکایت کوي چې اکثره خلک د ماسک د اغوستو او ټولنیزې فاصلې د رعایتولو لارښوونې له پامه غورځوي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې په متحدایالاتو کې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لږترلږه ۴۲ زره تازه پېښې ثبت شوې دي.

د امریکا د ساري ناروغیو جګپوړي کارپوه ډاکتر انتوني فاوسي چې د کرونا ویروس د مخنیوي د ځانګړې کاري ډلې غړی هم دی، پرون د دې ناروغۍ د شمېرو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، نوې شمېرې په هغو ایالتونو کې ثبت شوې چې د دې ناروغۍ د مخنیوي مقررات یې بې وخته نرم کړل.

فاوسي ویلي چې دوی باید دوه اوونۍ نور هم صبر کړی وای او بیا یې محدودیتونه لیرې کړي وای.