د افغانستان بانک ۴ لوړپوړو چارواکو ګوښه کېدل؛ 'ګوښه شوي سپیناوی او عدالت غواړي'

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک د نوي مشرتابه له‌خوا د دې بانک د څلورو لوړ رتبه چارواکو ګوښه کېدل له سختو نیوکو سره مخ دي.

د افغانستان بانک ګوښه شوی دوهم مرستیال محمد قسیم رحیمي وايي، د مرکزي بانک سرپرست مشر اجمل احمدي له‌خوا د ده په شمول د افغانستان بانک مالي او محاسبې عمومي امر یونس سادات، د تدارکاتو عمومي امر اباسین مل او د افغانستان بانک د نړیوالو پروژو امر سمېع‌الله مهال له دندو ګوښه شوي دي.

ښاغلي رحیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۹» ازادي راډیو ته وویل، د بانک مشرتابه له‌خوا په ګوښه شویو چارواکو د فساد بې‌بنسټه تورونه لګول شوي، د ښاغلي رحیمي په خبره له حکومت بېرته په څوکۍ کېناستل نه، بلکې د دې تورونو سپیناوی او عدالت غواړي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: "زموږ غوښتنه همدا ده چې دوسيې مو ژر تر ژره لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي، ترڅو هلته خپل ځوابونه ورکړو، نور دا مهمه نه‌ده چې موږ بېرته خپل بستونو یا څوکیو ته وروګرځو، مهمه دا ده چې هغه نوم او شهرت مو چې له لاسه ورکړی باید بېرته‌یې ترلاسه کړو."

د دې ترڅنګ د افغانستان بانک لومړي مرستیال وحید نوشېر نن دوشنبه په خپل فېس‌بوک پاڼې لیکلي.

د ولسمشر د شفاهي حکم پر بنسټ، نن د افغانستان بانک ته ولاړم چې خپل استعفا لیک د افغانستان بانک سرپرست ته وسپارم، خو د امنیتي ساتونکو له‌خوا بانک ته د دننه کېدو اجازه رانه‌کړل شوه.

ښاغلي نوشېر پرون لیکلي و چې د استعفا ورکولو غوښتنه ترې شوې ده.

هڅه مو وکړه په دې اړه د یاد بانک له نورو ګوښه شویو کارکوونکو سره هم خبرې وکړو، خو بریالی نه‌شوو.

د افغانستان بانک په څلورو ګوښه شویو چارواکو د فساد د اوو دوسیو تور دی.

د غبرګولي په ۱۵مه اجمل احمدي د افغانستان بانک سرپرست مشر په توګه وګمارل شو، ښاغلي احمدي له ګمارنې ۲۰ ورځې وروسته د دې بانک یو شمېر لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل.

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ د ولسمشر له لوري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه د اجمل احمدي ټاکل او دغه‌شان د نوموړي له‌خوا د خپلو مرستیالانو او ځينو نورو کارکوونکو د لیرې کولو موضوع د پوښتنې وړ او سیاسي بولي.

د دې بنسټ څېړونکی ناصر تیموري ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د افغانستان بانک مشر باید غیر سیاسي کس وي او په بانک پورې اړوند ټول اقدامات باید د هغوی د خپلواکۍ تظمینوونکي وي.

ناصر تیموري

ښاغلي تیموري زیاته کړه د افغانستان بانک سرپرست مشر اجمل احمدي له‌خوا د ځینو کارکوونکو ګوښه کول د هغو قوانینو خلاف دي چې د یاد بانک په طرزالعمل کې ذکر شوي دي.

ښاغلی تیموري زیاتوي: "د افغانستان بانک د ۲۰مې مادې د ۵مې فقرې پر بنسټ، د مرستیال او ناظر ګوښه کول په داسې حال کې د امکان وړ دي چې د ولسمشر په وړاندې یې د دفاع حق ترلاسه کړی وي، خو د افغانستان بانک دوهم مرستیال ته دا حق نه‌دی ورکړل شوی، نو د افغانستان بانک اصول د دې بانک د کارکوونکو د ګوښه کولو په مسئله کې پام کې نه‌دي نیول شوي."

خو د افغانستان بانک، د دوهم مرستیال محمد قسیم رحیمي او درې امرینو په هکله د دغه بانک له‌خوا په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ګوښه شوي چارواکي د فساد په اوو دوسیو کې ښکېل دي.

د دې بانک ویاند شریف‌الله شګیوال ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان بانک عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ څلور کسان د افغانستان بانک دوهم مرستیال محمد قسیم رحیمي، مالي او حسابي عمومي امر یونس سادات، د تدارکاتو عمومي امر اباسین مل او د نړیوال بانک د پروژو امر سمېع‌الله مهال له دندو ګوښه شوي او دوسیې به‌یې ډېر ژر لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي.

ارشیف

ښاغلی شګیوال وایي: "د افغانستان بانک عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ چې د مرکزي بانک د تصمیم نیولو تر ټولو عالي مرجع ده، د بانک څلور لوړ رتبه کارکوونکي چې د ادارې فساد اوو دوسیو کې په لاس لرلو تورن و له دندو ګوښه او د نورو څېړنو په موخه‌یې دوسیې لویې څارنوالۍ ته استول کېږي."

د افغانستان بانک سرپرست او نوماند رئیس له دې وړاندې په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سوداګرۍ او صنعت وزارت د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

په نوموړي د وزارت پر مهال بیا دا تورونه وو چې کارکوونکو سره سلیقوي چلند کوي او د افغانستان په دوو رسمي ژبو پښتو او دري نه‌پوهېږي.

د سوداګرۍ وزارت یو شمېر کارکوونکو هغه مهال په دې تړاو اعتراضونه هم کړي وو.