هلمند کې پر یوه دودیزه مېله د هاوان برید ۲۳ تنه ملکیان وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې هلمند ولایت

د هلمند ولایت چارواکي وايي په سنګین ولسوالۍ کې په یو لړ چاودنو کې ۲۳ ملکیان او ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره چاودنې نن سهار د سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې د دودیزې مېلې پر مهال شوې دي.

د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل، په چاودنو کې ۱۵ نور ملکیان ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی ځواک زیاتوي: "د سنګین ولسوالۍ زاړه بازار ته څېرمه مېله وه، هلته د وسله‌والو مخالفانو د هاوانونو د لګېدو له کبله ۲۳ ملکي کسان شهیدان شوي او ۱۵ نور کسان ټپیان شوي دي."

د هلمند ولایت چارواکي وايي، په دغو چاودنو کې ۲ وسله‌وال طالبان هم وژل شوي، د خلکو څو کورونه تخریب او څاروي تلف شوي دي.

د هلمند د والي مرستيال مجاهد صفاري له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

خو قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، ویلي چې دا توغندي د ۲۱۵ میوند قول اردو له‌خوا توغندل شوي دي.

خو د هلمند چارواکي دا ادعا نه‌تأییدوي.