افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳۱ زرو واوښت

ارشیف، لغمان کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۷۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه وزارت په یوه معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې ۱۲ کسان مړه شوي دي.

له دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۳۱ زرو واوښتې.

خو ویل کېږي چې په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر ښايي تر دې څو برابره زیات وي.

روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه نږدې ۱۴ زره کسان روغ شوي هم دي.

'کووېډ-۱۹' چې علت‌یې کرونا ویروس دی د تبې، وچ ټوخي، ساه لنډۍ او بې‌حالۍ په څېر نښې لري.

ډاکتران وايي له دغې ناروغۍ د بچ پاتې کېدو لپاره دې خلک لاسونه په وار وار په صابون پرېولي، ماسک وکاروي او له نورو کسانو لږ تر لږه یو متر فاصله وساتي.