د لوګر نوي امنیه قومندان په امنیت کې د مثبت بدلون راوستو ژمنه وکړه

د لوګر مرکز پل علم

د لوګر نوي امنیه قومندان چې پرون د کورنیو چارو وزارت له خوا معرفي شو، د دغه ولایت په امنیت کې د مثبت بدلون هوډ وکړ.

احمد فیصل الله داد داسې مهال د لوګر د پولیسو مشر ټاکل کېږي چې وروستیو څو ورځو کې د دغه ولایت دننه او د کابل-لوګر پر لویه لاره د ناامنیو پرله پسې راپورونه خپاره شول.

ښاغلي الله داد په لومړنیو خبرو کې ویلي، د هغو کسانو پېژندل او له منځه وړل یې د کارونو په سر کې دي چې پر لویه لاره د خلکو امنیت ګواښي.

ده د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو ترمنځ په همغږۍ او دندې ته د پولیسو په متوجه کېدو ټینګار کړی دی.

تېره اوونۍ داسې ویډیوګانې ټولنیزو رسنیو ته راووتې چې ښيي طالبانو د کابل -لوګر پر لاره پاټک اچولی او موټر تالاشي کوي.