د امریکا په ځینو سیمو کې د کرونا ویروس پېښې په لوړېدو دي

ارشیف

د امریکا په څو ایالتونو کې پرون د کرونا ویروس پېښې مخ په بره روانې وې، دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د دویمې څپې په اړه اندېښنې ښودل کېږي.

سپینې ماڼۍ بیا د دغه کړکېچ جدیت کم ښودلی او مسئولیت یې ځایي ادارو ته سپارلی دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د پېښو د زیاتوالي لامل د معایناتو په کچه کې زیاتوالی یاد کړی او پر رسنیو یې له دې امله نیوکه کړې چې تمرکز یې د پېښو پر زیاتوالي دی.

ډیموکراتانو بیا جمهوري غوښتونکو باندې نیوکه کړې چې د کرونا ویروس په وړاندې بې پروا دي.

په بریتانیا کې د پېښو د زیاتوالي له کبله مرکزي ښار لیسټر به ممکن لومړنی ښار وي چې بیا قرنطېن کېږي.

دغه خبره د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پتیل پرون وکړه.

د کرونا ویروس د پېښو له زیاتوالي سره سره د صدر اعظم بوریس جانسن اداره په پام کې لري چې د جولای له څلورمې نېټې ور هاخوا د کرونا ویروس له کبله لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

ایټالیا هم چې د کرونا ویروس له کبله ډېر زیانمن شوی، د ۱۷۴ نویو پېښو او د دوه ویشتو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر پرون ناوخته پورې د کرونا ویروس پېښې له لس میلیونو واوښتې او له دې کبله د مړو شمېر شاوخوا پنځه لکه شوی دی.