روېټرز: نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۰ میلیونو واوښت

آرشیف، آزمایشگاه ویروس کرونا

په نړۍ کې د کرونا ویروس پېښې تر ۱۰ میلیونو واوښتې او له دې وبا د مړو شویو کسانو شمېر هم شاوخوا ۵ لکو ته ورسېد.

روېټرز خبري اژانس د خپلو شمېرو پر اساس نن (یکشنبه) وویل چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰ میلیونو او ورڅخه د مړو شویو شمېر ۵ لکو ته رسېدلی، خو د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۰ میلیونو لږ کم ښيي.

د امریکا متحده ایالاتو په جنوب او لوېدیځ کې د کرونا نوې مثبتې پېښې وروسته له دې ډېرې شوي چې په دغو سیمو کې اقتصادي فعالیتونه بیا پرانیستل شول.