ارزګان کې نښتو امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د ارزګان نقشه

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن ازادي راډیو ته وویل، په دې نښته کې چې تېره شپه وشوه افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرک‌ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه: "له دې جلا نن سهار د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د خښ کړای شوي ماین په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او ۲ نور ژوبل دي."

په ارزګان کې دا نښتې وروسته له دې شوي چې په وروستیو کې په راپورونو کې وویل شول چې ګڼ شمېر طالبان د ترینکوټ په لمنو کې راټول شوي چې پر دغه ښار پراخه حمله وکړي.