په افغانستان کې د طالبانو د حملو زیاتوالي ته د اروپايي ټولنې اندېښنه

یو شمېر وسله‌وال طالبان

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو د حملو د زیاتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړه.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي، رونالد کوبیا پرون (د جون ۲۷مه) پر ټویټر د ټولنې د ۲۷ غړو د د بهرنیو چارو د وزیرانو د ګډې اعلامیې یوه برخه خپره کړې چې په‌کې راغلي: "د دوحې تر موافقې وروسته په افغانستان کې د تشدد زیاتوالی او د طالبانو له لوري ترورېستي حملې د توقع خلاف دي او د افغانانو ترمنځ د مذاکرو د پیل امکانات کمزوري کوي."

کوبیا دا بیان په داسې وخت کې خپور کړی چې په کابل کې په یوه چاودنه کې پرون د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دوه کارکوونکي ووژل شوو.

د حملې مسؤلیت لا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې په حمله کې لاس نه‌لري.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سیاسي دفتر ویلي چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو حمله د ډيموکراسۍ پر بنیادي اصولو برید و او په شدت‌یې غندي.