میدان وردګ کې د کچالو او پیازو ۱۴۰ سړې خونې پرانیستل شوې

ارشیف

د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د کچالو او پیازو د ۱۴۰ سړو خونو د پرانیستل کېدو خبر ورکوي.

د دغه ریاست رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغو سړو خونو پروژه د اسیا پراختیایې بانک د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي.

نوموړي وویل چې په دې کې ۱۰۹ د کچالو او ۳۱ د پیازو سړې خونې دي.

د میدان وردګو ولایت د کرنې وزارت وایي، دا به د کروندګرو د کروندو په ساتلو او بازار ته د وړاندې کېدو لپاره ګټور رول ولري.

د دوي په وینا کروندګر کولای شي د دې پروژې په پلې کېدو سره خپل ۱۶۳۵ مټریک ټنه کچالو او ۶ سوه مټریک ټنه پیاز په دې سړو خونو کې زېرمه کړي.