روسیه او فرانسه د نړیوال کړکېچ مخنیوي لپاره همکاري زیاتوي

آرشیف، د عکس ښي لورته امانویل او چپ طرف ته پوتین August 19, 2019

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ده فرانسوي سیال امانویل مکرون ژمنه کړې چې د نړیوال کړکېچ د مخنیوي لپاره به همکاري لا زیاته کړي.

پوتین د جمعې په ورځ د جون په ۲۶مه وویل چې له مکرون سره د اوکراین بحران، سوریه او لیبیا او په بالکان سیمه کې د کړکېچ پر موضوعاتو خبرې وشوې.

د ده په وینا په خبرو کې وویل شول چې د ګډ تهدید پر وړاندې باید ګډې هڅې وشي لکه د کرونا ویروس وبا، نړیوال تروریزم او اقلیمي بدلون.

مکرون وویل چې په سیمه کې له بحرانه تجربه تر لاسه شوې چې په ټوله سیمه کې له لیزبونه نیولې تر ولادي ووستوک پوري باید د همکارۍ او سولې لپاره پراخه فضا رامنځته شي.

د روسیې او لویديځ تر منځ اړیکې د سړې جګړې غوندي ترینګلي دي چې په لاملونو کې يې په اوکراین کې د روسیې تېری، د سوریې په جګړه کې د روسیې رول، د امریکا او نورو ډموکراسیو په انتخاباتو کې پر روسیه د لاسوهنې تور او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په بریتانیا کې پخواني روسي جاسوس ته زهر ورکېدل.