د افغانستان په ۱۵ زندانونو کې ۷۴ بندیان په کرونا ویروس اخته شوي

آرشیف، د پلچرخي زندان

د افغانستان د زندانونو چارو اداره وايي، اوسمهال په کرونا ویروس اخته ۷۴ بندیان د تجرید په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

دا ناروغان د هېواد له ۳۸ زندانونو څخه په پنځلسو کې بستر شوي دي.

د دې ادارې ویاند فرهاد بایاني د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "په دې ناروغۍ اخته یو شمېر ناروغان چې جوړېږي، بېرته په زندان کې خپلې خونې ته وړل کېږي."

په ټول هېواد کې له ۲۲ زره زندانیانو څخه ۷۴ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

اوسمهال دا ټول زندانیان د روغتیايي ټیمونو تر پاملرنه لاندي د زندان د تجرید په روغتیايي مرکزونو کې بستر دي.

ده وویل، د افغانستان په زندانونو کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه یوه میاشت مخکې ثبت شوه.

د رسمي شمېرو له مخې تر پرون ماښامه (د جون په شپږویشتمه) په افغانستان کې د کرونا ویروس شا او خوا دېرش زره او پنځه سوه مثبتې پېښې ثبت شوې او د دې ناروغۍ په نتيجه کې تر اوسه۶۸۳ کسان مړه شوي دي.