د کابل ښار ۱۲ مه ناحیې اړوند یو سوداګریز مارکېټ کې اورې لګېدلی و

آرشیف

د کابل د احمدشاه بابا مېنې په یوه مارکېټ کې د اورلګېدو په نتیجه کې ۲۵ دوکانونه یومخ سوځېدلي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مسئولان وايي، اور تېره شپه ماسخوتن شاوخوا ۸ بجې د سلیم کاروان بلاکونو ته نږدې په مارکېټ کې ولګېد.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې د اطفایې عمله له پېښې وروسته ساحې ته ورسېده او اور یې مړ کړ.

د نوموړي په وینا اور د برښنا د شارټۍ له کبله بل شو.

په دې پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي خو خلکو ته ډېر مالي تاوان اوښتی دی.