د پاکستان صدراعظم عمران خان له لوري د القاعده شبکې وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته د "شهید" کلمه کارول افغانستان کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي عمران خان د پاکستان اردو او استخباراتي سازمان لهخوا قدرت ته رسېدلی، نو ځکه اړ دی چې د دوی د خوښۍ لپاره اسامه بن لادن ته د "شهید" خطاب وکړي.
د دې دفتر مطبوعاتي مسؤل رضوان مراد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که نن عمران خان ووایي چې اسامه بن لادن شهید نهدی، خلک به د پاکستان لوبو چې د جهاد او اسلام په نومیې سیمه کې په لاره اچولي، شک وکړي. عمران خان باید اسامه ته د شهید خطاب وکړي، کله چې د پاکستان اردو اسامه کلونه د پاکستان په بهترینه سیمه کې ځای په ځای کړی و، نو څنګه امکان لري چې عمران خان هغه ته د شهید کلمه ونهکاروي."
ښاغلی مراد وایي، د پاکستان رهبرانو له ویناوو ښکاري چې لا هم اسلاماباد له ترورېستي ډلو ملاتړ کوي.
د مراد په خبره، پاکستان دا ترهګر افغانستان او سیمه کې د خلکو وژلو لپاره لېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان د یاد هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال چې په ژوندۍ بڼه خپرېده اسامه بن لادن ته د "شهید" خطاب وکړ.
عمران خان وویل هغه وروسته له هغه چې د امریکا ځانګړو ځواکونو ۲۰۱۱ کال کې خېبر پښتونخوا کې د هغه په وینا "شهید" کړ، دا د پاکستان لپاره یو لوی شرم و او وروسته له دې پېښې نړیوالو پاکستان وغانده.
عمران خان ابټاباد کې د بن لادن پر پټنځای د امریکایي ځواکونو حمله په پاکستان یرغل یاد کړ او د پاکستان د هغه وخت چارواکي یې په دې محکوم کړل چې ولې یې امریکا ته بن لادن ونهسپاره.
همداراز د پاکستان ځینو سیاسیونو ابټاباد کې د بن لادن پر پټنځای حمله د یاد هېواد پر حاکمیت یرغل یاد کړی و، خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان صدراعظم یا لوړ سیاسي چارواکی امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزې حملې طراح د شهید په نوم یادوي.
اسلاماباد له ۲۰۱۱ کال مخکې په پاکستان کې د اسامه بن لادن له موجودیته انکار کاوه.
عمران خان د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو د ملاتړ په خاطر د خپلو منتقدینو لهخوا ځیني وخت (طالبان خان) په نوم هم یادېږي او پارلمان کې له تازه څرګندونو وروسته له سختو نیوکو سره مخ دی.
د پاکستان پخواني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیر خواجه اصف د عمران خان د خبرو په غبرګون کې وویل چې بن لادن یو ترورېست و، خو زموږ صدراعظم هغه ته د شهید خطاب وکړ.
د پاکستان پارلمان یو بل غړي محسن داور هم ویلي اسامه د زرګونه کسانو وژلو کې لاس درلود، عمران خان که اسامه بن لادن ته د شهید وايي، نو هغوی ته به څه خطاب کوي؟
Today in NA, I asked @ImranKhanPTI, that if #OBL is a martyr then what about all the Pakistanis who became victims of his terrorism? What abt those soldiers who died fighting against his terror? Which side are our martyrs? Please stop these double games that%27ve cost us 70K lives. pic.twitter.com/Vv1emupP08
— Mohsin Dawar (@mjdawar) June 25, 2020
ښاغلي داوړ د پارلمان په غونډه کې وویل چې د خان دا څرګندونې هغه تورونه ثابتوي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکی هېواد دی.
د افغانستان ملي امنیت پخوانی مشر رحمتالله نبیل هم ورته نظر لري او وايي چې د عمران خان څرګندونې په ډاګه کوي چې یاد هېواد لا له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
ښاغلی نبیل زیاتوي: "اسامه بن لادن ته د شهید کلمه کارول په دې معنی ده چې نهیوازې د ترورېزم ملاتړ کوي، بلکې نړیوال ترورېزم هم تشویقوي، په هغه صورت کې چې امریکایي ځواکونه له سیمې ووځي عمران خان هڅه کوي چې ترورېزم څخه پر سیمې او نړۍ د فشار په توګه ګټه واخلي او دا کوښښونه سر له اوسه پیل شوي دي."
هڅه مو وکړه چې په دې اړه کابل کې د پاکستان سفارت نظر واخلو، خو بریالي نهشوو.
ښاغلی نبیل زیاتوي د عمران خان څرګندونې د پاکستان اردو او استخباراتي سازمان ترجماني کوي، ځکه چې د نبیل د ادعا په اساس عمران خان د پاکستان نظامي برخې قدرت ته رسولی.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کلني راپور کې راغلي و لا هم ترورېزم پاکستان کې پټنځایونه لري او دې هېواد د ترورېستي ډلو په وړاندې د قناعت وړ اقدامات نهدي کړي.