له لاس پلورونکو تر سوداګرو؛ د بلخ پولیس له دواړو باج اخلي

په مزار شریف کې د لیلامي بازار

په بلخ ولایت کې خلک له لاس پلورونکو، کسبه‌کارانو او هټۍوالو څخه د پولیس د باج اخیستلو په اړه شکایت کوي.

دوی وايي که د پولیسو دغو نا قانونه غوښتنو ته سر کېنږدي کار و بار یې بندېږي.

ځیني کسبه‌کاران او هتۍوال وايي چې د بلخ سیمه‌ییزو چارواکو د پیسو د اخیستلو په بدل کې د کرونا ویروس د خپرېدو په مهال د مزار ښار قرنطین هم پای ته رسولی او دوی ته‌یې د مارکېټونو د خلاصېدو اجازه ورکړه.

یو شمېر کسبه‌کاران (لاس پلورونکي) او هټۍوال وايي چې د مزار شریف ښار د دوهمې او درېیمې امنیتي حوزو په مربوطاتو کې هره ورځ پولیس له دوی څخه یوه اندازه معینې پیسې باج اخلي.

د هغوی په خبره، که دا کسبه‌کاران یادو ځواکونو ته باج ورنه‌کړي، د پولیسو له‌خوا وهل او ټکول کېږي او همداراز ورته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.

محمد قدیر، د مزار شریف ښار د دوهمې امنیتي حوزې په اړوند ساحه کې پر لاسي کراچۍ، لیلامي جامې خرڅوي.

مزار شریف کې لیلامي بازار

دی وايي چې هره ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو پولیس ته رشوت ورکوي ترڅو یې د کار و بار مخه ونه‌نیسي.

هغه زیاته کړه: "هره ورځ رانه پیسې اخلي، یوازې زموږ په سیمه کې ۱۰۰ هټۍ او کراچۍ شته چې هر ماښام ترې ټول‌ټال ۱۰ زره افغانۍ ټولېږي."

په غوربندي او متحد سوداګریزو مارکېټونو کې هم هټۍوال وايي چې څه باندې ۲۰ ورځې د ښار قرنطین په دلیل دا مارکېټونه بند وو، خو د هرې هټۍ څخه د پنځه زره افغانیو بډې په بدل کې مارکېټونه بېرته خلاص شول.

پولیس په بلخ کې یوازې له کسبه‌کارانو او هټۍوالو څخه بډې (رشوت) نه‌اخلي، بلکې سوداګر هم وايي چې د دغه ولایت په کمربندونو کې هم د پولیسو د نا قانونه اخاذۍ څخه تر پوزې راغلي.

لعل محمد په بلخ ولایت کې د ګاډو د پرزو سوداګر دی. دی وايي چې مزار شریف ښار ته د خپلو توکو د داخلېدو پر مهال اړ دی ترڅو د بلخ د لویې لارې د کمربند پولیسو ته ۵ تر ۱۰ زره افغانۍ باج ورکړي.

لعل محمد وايي: "موږ مجبور یو که پولیسو ته پیسې ورنه‌کړو بیا مو توکي له ځان سره ساتي، پرته له دې چې کوم د قناعت وړ دلیل ووايي ښار ته‌یې د داخلېدو مخه نیسي."

په ورته وخت کې، د بلخ ولایتي شورا هم په دغه ولایت کې د سوداګرو او کسبه‌کارانو څخه د پولیسو د باج اخیستنې موضوع تأییدوي.

د دغې شورا مشر، افضل حدید ازادي راډیو ته وویل چې پولیس اکثراً د بډې په ترلاسه کولو سره هټۍوالو او لاس پلورونکو ته زمینه مساعدوي ترڅو په ممنوعه ځایونو او څلور لارو کې فعالیت ترسره کړي.

افضل حدید

هغه وویل چې دا موضوع سبب کېږي ترڅو د دوهمې او درېیمې امنیتي حوزو په اړوندو ساحو کې د تګ راتګ او ټرافیکي ستونزې رامنځته شي.

ښاغلي حدید وویل: " ستونزې شته دي، باید پرې سترګې پټې نه‌شي. پولیس اخاذۍ ترسره کوي او موږ ته هم شکایتونه رسېدلي دي. خو موږ هڅه کوو چې دغو ستونزو ته رسېدنه وشي."

په همدې حال کې، د بلخ د پولیسو چارواکي د دغو ځواکونو په لیکو کې د مالي فساد شتون مني.

د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت امنیه قومانداني د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو په هڅه کې ده.

هغه زیاته کړه چې د پولیسو له‌خوا د بډو اخیستلو او نا قانونه اخاذۍ په اړه چې هر څوک شکایت لري، له دغه مرکز سره دې شریک کړي او د شاکي د هویت له افشا پرته به وڅېړل شي.

عادل‌شاه عادل

عادل وویل: " موږ ته چې هر څوک شکایت وکړي هغه په جدي توګه څېړو. که پولیس د ښار په هر ځای له هر چا څخه رشوت واخیست. باید موضوع د امنیه قوماندانۍ سره شریکه شي ترڅو یې وڅېړو."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې پخوا هم په شمال زون کې د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي دي چې د بلخ پولیس له ملي سوداګرو څخه غیر قانوني اخاذۍ ترسره کوي.