د طالبانو د حملو زیاتوالي او د افغان چارواکو اندېښنو ته د نړیوالو ورځپاڼو کتنه

یو شمېر نړيوالې ورځپاڼې

وروسته له هغې چې په دې وروستیو کې د وسله‌والو طالبانو د حملو له زیاتوالي سره یو شمېر افغان چارواکو د سولې راتلونکي ته اندېښنه ښکاره کړه، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د سولې لومړۍ درجه مسؤلیت ورله غاړې دی، وایي هیله‌من دی چې له طالبانو سره به په نږدې راتلونکي کې خبرې وشي.

  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د سولې په اړه د ښاغلي عبدالله هغو څرګندونو ته پام اړولی چې په واشنګټن کې یې د امریکا د سولې انسټټیوټ ته د چهارشنبې په ورځ له کابله د یوه وېډیویي کنفرانس له لارې وکړې.

د واشنګټن ټایمز په لیکنه عبدالله چې د ټرمپ اداره‌یې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په برخه کې یو کلیدي شخص بولي، وویل چې ټیم‌یې دې ته تیار دی چې له طالبانو سره په خبرو کې چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې پیل شي، روغه جوړه وکړي.

واشنګټڼ ټایمز لیکي، ښاغلي عبدالله که څه هم هڅه وکړه د دې مسئلې چې طالبانو حملې زیاتې کړي، اهمیت کم وښیي، خو دا خبرداری یې هم ورکړ چې د طالبانو له لوري د دا ډول حملو دوام د سولې بهیر زیانمن کولای شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل درې ورځې مخکې په افغانستان کې تېره اوونۍ د دې هېواد په ۱۹ کلنه جګړه کې تر ټولو خونړۍ اوونۍ وبلله.

هغه وویل په دې اوونۍ کې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې طالبانو ۴۲۲ حملې کړي چې په نتیجه کې یې د ده په وینا د افغان امنیتي ځواکونو لږترلږه ۲۹۱ غړي وژل شوي دي.

  • ایرو اېشیا رېویو

ایرو اېشیا رېویو خپرونې هم په افغانستان کې شخړو او د سولې روانو هڅو ته پام اړولی او په یوه برخه کې یې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله هغه څرګندونې د پام وړ دي چې یوه میاشت مخکې د مې په ۱۷مه‌یې د خپلې نوې دندې د پیلېدو په مهال کړې وې.

عبدالله ویلي و چې دی د سولې هغو فرصتونو ته چې په کوچني اختر کې د اعلان شوي اوربند وروسته رامنځته شوي، هیله‌من دی.

د خپرونې په لیکنه ورپسې یو شمېر نورو افغان چارواکو هم د سولې د خبرو په اړه ورته څرګندونې وکړې.

د سولې په چارواکو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري او دغه‌راز د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې حکومت هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې د دغو خبرو د پیلېدو لپاره همغږي رامنځته کړي.

ښاغلي صدیقي ویلي چې د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره افغان حکومت مهم ګامونه پورته کړي دي.

د افغانستان حکومت له‌خوا یو مهم ګام له زندانونو د طالبانو د بندیانو خوشې کېدل دي چې د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره د طالبانو یوه عمده غوښتنه ده.

تر اوسه پورې د افغانستان حکومت د طالبانو له درې نیم زرو زیات بندیان خوشې کړي او طالبانو هم د حکومت له پنځه نیم سوو زیات بندیان، خو د سولې د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره باید حکومت پنځه زره او طالبان هم زر تنه بندیان چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې د سولې په تړون کې یې یادونه شوې، خوشې کړي.