د ترورېزم په اړه د امریکا راپور: ایران د ترهګرو ناوړه ملاتړی دی

د ایران بیرغ

د امریکا متحده ایالاتو حکومت وایي، د دې سربېره چې ایران، د اسلامي دولت افراطي ډلې او القاعده شبکې تېر کال شکست وخوړ، بیا هم سختو ترورېستي ګواښونو ادامه پيدا کړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ترورېزم په اړه د ۲۰۱۹ کال راپور پرون خپور کړ. په دې راپور کې ایران د ترهګرو ناوړه ملاتړی بلل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې تهران تېر کال هم د القاعده د تسهیلاتو یوې شبکې ته اجازه ورکړه چې په ایران کې فعالیت وکړي او له هغه ځایه د افغانستان او سوریې په څېر سیمو ته چې شخړې دي، وسله‌وال واستوي او پیسې ولېږي.

همداراز ایران د القاعده شبکې غړو ته اجازه ورکړه چې په دې هېواد کې واوسي.

د ترورېزم په اړه د متحده ایالاتو په کلني راپور کې ویل شوي چې ایران یا په مستقیم ډول یا د خپلو ملاتړو له لارې په بحرین، عراق، لبنان، سوریې او یمن کې د شخړو په زیاتېدو کې مرسته وکړه.

ایران تر اوسه د واشنګټن د دې راپور په اړه څه نه‌دي ویلي.