'ای‌اېم‌اېف' د نړۍ د روان او راتلونکي کال د اقتصادي ودې راپور خپور کړ

د پیسو نړیوال صندوق

د پیسو نړیوال صندوق (ای‌اېم‌اېف) د نړۍ د روان کال او راتلونکي کال د اقتصادي ودې راپور خپور کړ.

(‌ای‌اېم‌اېف) د چهارشنبې په ورځ وویل چې ۴،۹ فیصده به اقتصادي وده کمه شي. دا مؤسسه چې مرکز یې په واشنګټن کې دی، ۱۰ اوونۍ مخکې یې هم راپور خپور کړی و او د هغه وخت له راپور څخه اوسنۍ وړاندوینه ۱،۹ فیصده ټیټه ده.

(ای‌اېم‌اېف) وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې به اقتصادي وده ۵،۴ ته ورسېږي ځکه چې د نړۍ اقتصاد به هغه څه تر هغه وخت پورې ترلاسه نه‌کړي چې د کرونا ویروس په وخت‌یې له لاسه ورکړي دي.

د وړاندوینې له مخې به سږ کال تر ټولو زیات د نړۍ د درېیو پرمختللو اروپایي هېوادونو، ایتالیا، فرانسې او اسپانیا اقتصاد وځپل شي او یوازې یو فیصد اقتصادي وده به وکړي.