چارواکي: د لوګر-کابل د لارې امنیت لپاره هڅې ګړندۍ شوي

د کابل او لوګر لار

د لوګر چارواکي وایي چې د لوګر-کابل د لارې د امنیت لپاره‌یې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو له وزارت سره په ارتباط کې دي او هیله ده چې ډېر ژر وضعیت ښه شي.

هغه زیاته کړه: "تمه ده چې په لنډ راتلونکي کې د دې لویې لارې په امنیتي وضعیت او په مجموع کې د لوګر په امنیتي وضعیت کې مثبت تغییرات راشي، خو طالبان ډېر کله چریکي بریدونه کوي چې مخنیوی یې اسانه نه‌دی. امنیتي ځواکونه په دې ولایت کې په لوړ مورال له طالبانو سره جګړه کوي او اجازه به ورنه‌کړي چې دا ولایت د ناامنۍ لوري ته یوسي."

د کابل-لوګر د لویې لارې مسافر وایي چې هره ورځ طالبان په لاره کې ولاړ وي له خلکو پوښتنې کوي یا له امنیتي ځواکونو سره په نښتو وي.

تېر کال د لړم په میاشت کې طالبانو درې قاضیان او د پکتیا د استېناف محکمې یو غړی د دې لارې په اوږدو کې د محمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل.