پر افغان سوله د پاکستان او ایران ځانګړو استازو خبرې

د ایران او پاکستان بیرغونه

د پاکستان او ایران استازو پر افغان سوله خبرې وکړې.

ایراني رسنۍ خبر ورکوي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صدیق خان سره پرون وغږېده.

د دې ټيلیفوني مکالمې جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو دا خبرې په داسې وخت شوې دي چې روانه اوونۍ د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر ایران ته ولاړ او د بېلابېلو دوه اړخیزو موضوعاتو ترڅنګ‌یې د سیمې پر ثبات او امنیت له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې.