لوګر کې وسله‌والو طالبانو ۴ محلي پولیس وژلي

ارشیف

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو څلور محلي پولیس وژلي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي رسنیو ته ویلي، دغه پولیس تېره شپه هغه مهال ووژل شول چې طالبانو د سربند په نوم د دوی پر یوې پوستې برید وکړ.

احمدزی وایي، سیمې ته د کمکي ځواکونو په رسېدو، طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو کره شمېره‌یې نه‌ده څرګنده کړې.

په یوه بل امنیتي خبر کې راغلي چې یوه خښ کړای شوي ماین د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې شپږ ملکیان وژلي او یو بل‌یې ټپي کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه ماین د طالبانو له‌خوا ځای پر ځای شوی و چې تېره ورځ د ملکیانو رېکشا پرې برابره شوې.

طالبانو د دغو دواړو پېښو په اړه تبصره نه‌ده کړې.