چین کې د افغانستان د سوداګریزو اتشو ترمنځ انلاین ناسته کېږي

د چین بیرغ

ټاکل شوې چې نن په چین کې د افغانستان د سوداګریزو اتشو ترمنځ انلاین ناسته ترسره شي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې ناسته کې د صادراتو لپاره د فرصتونو په برابرولو او د سوداګرۍ په وړاندې د کرونا اغیزو په اړه خبرې اترې کېږي.

نوموړی دا ډول ناستې ګټورې ګڼي او وایي، د صادراتو د لړۍ له درېدو سره هره ورځ سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي.

افغانستان تر دې وړاندې په اوونۍ کې یو تر دوه پروازه چین ته لرل چې تر ډېره‌یې زعفران او جلغوزې لېږدولې، خو د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې دغه لړۍ درول شوې ده.

د سوداګرۍ وزارت وایي چین ته د جلغوزو صادرات بېرته پیل شوي دي.