د افغانستان عامې روغتیا وزارت ګودام د یو پلاوي له لوري ارزول کېږي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د دې وزارت د مرکزي سټاک یا ګودام د اروزنې لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

دا خبره د سې شنبې په ناوخته د افغانستان عامې روغتیا وزارت وروسته له هغې په یوې خبرپاڼه کې وکړه چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې وزارت د ګودام یو معتمد د رشوت په تور ونیوه.

دغه وزارت ویلي دا پلاوی به تر ارزونې وروسته "هغه کسان چې په فساد او خیانت کې ښکېل دي، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي."

عامې روغتیا وزارت په خپل مرکزي ګودام کې د فساد د ارزونې خبره په داسې حال کې کوي چې په وروستیو کې یو شمېر رسنیو، د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره د مرسته شویو ځیني موادو د نادرکۍ او قاچاق راپورونه ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت دا اعلان وروسته له هغې کوي چې د دې وزارت په ګودامونو کې په هغو موادو کې د غلا او فساد په اړه اندېښنې زیاتې شوي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د نورو هېوادونو له‌خوا مرسته شوې او یا افغان حکومت په خپله پېرلي دي.

دا اندېښنې د سې شنبې په ورځ وروسته له هغې نورې هم زیاتې شوې چې د افغانستان لویې څارنوالۍ وویل، د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګودام یو تن معتمد یې د ۸۰ زرو ډالرو بډو اخیستو په تور نیولی دی.

د لویې څارنورالۍ ویاند جمشېد رسولي

د لویې څارنورالۍ ویاند جمشېد رسولي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تورن کس د یو شرکت کارونه ځنډول او په بدل کې یې ترې ۸۰ زره ډالر رشوت غوښت چې د پلټونکي څارنوال له‌خوا لاس په لاس ونیول شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند او چارواکو د دې کس د نیول کېدو په اړه او په مرکزي ګودام کې د فساد د موجودیت د تازه اندېښنو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د سې شنبې د ورځې په ناوخته‌یې خپرې کړې خبرپاڼه کې د دې وزارت د نوي سرپرست احمد جواد عثماني له خولې ټینګار کړی چې فساد ته به اجازه ورنه‌کړي.

له بلې خوا پژواک خبري اژانس د خپل هغه وروستي راپور دفاع کړې چې وايي تر ۳۰ زیاتې د مصنوعي تنفس دستګاوې ورکې او یا د قاچاقبرانو لاس ته ورغلې دي.

د عامې روغتیا وزارت چې مخکې یې هم دا راپور رد کړی و، د سې شنبې په ورځ‌یې یو ځل بیا په هېواد کې د وینتیالتورونو (د مصنوعي تنفس دستګاوو) د موجودۍ یو لېست هم خپور کړ او ټینګار یې کړی چې له دې وزارت سره د شته او مرسته شویو وینتیالتورونو څخه هېڅ یو یې نادرکه نه‌دی.

خو د پژواک مشر دانش کړوخېل چې د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون ته د عامې روغتیا د وزیر احمد جواد عثماني سره یوځای وربلل شوی وو، وویل، دوی د طبي وسایلو د نادرکه کېدو اسناد او شواهد لري.

ښاغلي کړوخېل د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته هم وویل دوی دا راپور د غږیز او نورو شواهدو پر بنسټ چمتو کړی دی. نوموړي د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د تنفسي دستګاوو وروستي خپاره شوي لېست ته په اشارې وویل، په دې لېست کې د مرسته شویو دستګاوو شمېر ۳۷ ښودل شوی، په داسې حال کې چې له افغانستان سره په وروستیو څو میاشتو کې د مرسته شویو مصنوعي تنفسي دستګاوو په اړه د دې وزارت په جلا، جلا اعلامیو کې دا شمېر تر دې زیات دی.

د کړوخېل په وینا په مشخص ډول د قطر له‌خوا مرسته شوي او همدارنګه د ترکیې له‌خوا یوه بله جوپه مرستې په دې لېست کې نه‌دي یادې شوي.

د پژواک مشر دانش کړوخېل

ښاغلي کړوخېل زیاته کړه: "اسناد او دلایل له موږ سره شته، موږ اوس هم په خپله خبره ولاړ یوو، موږ د خپلې هرې جملې او هرې کلمې نه دفاع کوو، موږ په دې باوري یوو چې د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې د مدیریت کمزوري درلوده، دوی له بده مرغه یو شمېر دستګاوې له لاسه ورکړې او ډېرې یې په بازارونو کې پلورل شوې دي."

د مې میاشتې په شپږمه نېټه د عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي و چې د قطر له‌خوا د یو لړ طبي مرستو په ترڅ کې د نورو وسایلو سربېره ۷ پایې د مصنوعي تنفس دستګاوې هم ورکړل شوي، خو په هغه لېست کې چې د سې شنبې په ورځ دې وزارت سره په وروستیو څو میاشتو کې د مرسته شویو وینتیلاتورونو په اړه خپور کړی، لږ تر لږه په‌کې د قطر د دې وینتیلاتورونو یادونه نه‌ده شوې.

عامې روغتیا وزارت ویاند سره مو اړیکه ټینګه شوه، نوموړي د دې وزارت هغه خپرپاڼه شریکه کړه چې په مرکزي ګودام کې د ارزونې لپاره د یو پلاوي د ټاکلو په‌کې ویل شوي او ټینګار په‌کې شوی چې د دې وزارت نوی مشرتابه به "فاسد خلک په هر حالت کې د قانون منګولو ته وروسپاري، خو شتو پوښتنو ته له ځواب ویلو یې ډډه وکړه."

اخوا د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني د سې شنبې په ورځ ناوخته پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د رسنیو د داسې راپورونو چې د شفافیت د رامنځته کېدو او اداري فساد د مخنیوي سبب شي، نه‌یوازې هرکلی کوي، بلکې ملاتړ یې هم کوي.