کندز کې د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسېدلی

تېر کال د کندز په درې زره او ۳۳۴ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې.

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال د کندز د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسېږي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق وایي، سږکال په نږدې درې زره او ۴۶۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي، چې د تولید کچه یې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوې ده.

تېر کال د کندز په درې زره او ۳۳۴ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې او د ارزونې له مخې له دغو کروندو څخه نږدې ۹۳ زره او ۳۵۲ ټنه هندواڼې حاصل اخیستل شوی و.

د کندز د کرنې رئیس وویل ،سږکال د هندواڼو د کرکېلي کچه نږدې ۱۲۶ هکټاره زیاته شوې ده او په همدې توګه د اټکل له مخې د هندواڼو په حاصلاتو کې هم نږدې اووه زره ټنه زیاتوالی راشي.

بزګران د حاصلاتو پر زیاتوالي خوښ دي خو وایي، همکاري باید وشي څو هندواڼې په ټیټه بیه ونه پلورل شي او حکومت باید سړې خونې جوړې کړي.