سعودي عربستان: سږ کال د حج مراسم محدود ترسره کېږي

مکه معظمه

سعودي عربستان اعلان کړی چې د کرونا ویروس د ګواښ له کبله سږ کال د حج مراسم د نورې نړۍ د حاجیانو لپاره نه‌ترسره کېږي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت پرون وویل، د نورو هېوادونو محدود شمېر وګړي چې له پخوا راهیسې په دې هېواد کې اوسي کولای شي د راروانې جولای میاشتې په وروستیو کې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي. دې وزارت ویلي دي چې د دې پرېکړې هدف له صحي پلوه د حاجیانو خوندیتوب دی.

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه شااوخوا دوه نیم میلیون حاجیان هر کال د حج د مراسمو لپاره چې د اسلام پنځم رکن دی، سعودي عربستان ته ځي.

په سعودي عربستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۶۰ زرو او له دې کبله د مړو شمېر له ۱،۳۰۰ اوښتی دی.