کرملېن د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو پر خاوره د ادعا خبره رد کړه

په مسکو کې کرملېن ماڼۍ

کرملېن د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو پر خاوره د ادعا خبره رد کړې ده.

کرملېن له هغه وروسته دا خبره وکړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته د روسیې پر نویو پولو پوښتنه پورته کړه.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ (د جون په ۲۲مه) خبریالانو ته وویل: "روسیه د خپلو ګاونډیانو پر ځمکه ادعا نه‌لري."

له پسکوف څخه په یوه مستند فلم (روسیه، کرملېن، پوتین) کې د پوتین د خبرو په اړه پوښتنه وشوه. پوتین په دې فلم کې ویلي وو چې یو شمېر جمهوریتونه په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته له دې اتحاده له ډالیو سره ووتل.

په دې مستند فلم کې چې د جون په ۲۱مه خپور شو، پوتین نه‌دي ویلي چې پرته له روسیې کومو ۱۴ هېوادونو هغه ځمکې ترلاسه کړې چې د ده په وینا په تاریخي توګه د روسیې وې.

په دې فلم کې پوتین ویلي: "کله چې شوروي اتحاد رامنځته شو، د اتحاديې پرېښودو د حق په اړه یوه موافقه لاسلیک شوه، خو پروسه‌یې نه‌وه مشخصه شوې."

پوتین همداراز په ۲۰۱۴م کال کې په غیر قانوني توګه د کریمیا د جلا کولو پروسه د دې ټاپو وزمې د خلکو ډموکراتيک انتخاب بللی دی.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴م کال کې روسیې کریمیا له اوکراینه جلا او په خپله خاوره پورې ونښلوله، په پخواني شوروي اتحاد هېوادونو کې اندېښنې زیاتې شوې په ځانګړې توګه بلاروس او قزاقستان کې چېرته چې له روسیې سره پر پوله لویه برخه روسي نژاده نفوس اوسي.