امریکا او روسیې د اټمي وسلو کنټرول په اړه مذاکرات پیل کړل

ارشیف

امریکا او روسیې د اټمي وسلو د کنټرول د موافقې په اړه خپل دوه ورځني مذاکرات د دوشنبې په ورځ په ویانا کې پیل کړل.

د وسلو د کنټرول په چارو کې امریکايي لوړپوړی مذاکره کوونکی مارشال بیلینګسلي او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف په دغو مذاکراتو کې هڅه کوي چې د نیوسټارټ موافقې پر ځای بل توافق ته ورسېږي.

دا موافقه راتلونکی کال په فبرورۍ میاشت کې پای ته رسېږي.

روسیه غواړي چې د پخوانۍ موافقې په تمدید سره د دواړو هېوادونو اټمي سروکي وړونکي وسلې تر ۱،۵۵۰ سروکو پورې محدودې پاته شي.

خو امریکا غواړي د هر ډول توافق په صورت کې چین هم د دې موافقې برخه شي.

چین د امریکا او روسیې په مذاکراتو کې له ګډونه ډډه کړې ده.

تر اوسه د امریکا او روسیې ترمنځ د لوړپوړو مذاکره کوونکو د لومړۍ ورځې جزئیات نه‌دي خپاره شوي.