هندوستان د یوه افغان سېکهـ برمته کېدل په سختو ټکو غندلي

ارشیف، د هند بیرغ

هندوستان د یوه افغان سېکهـ ندان سېنګهـ برمته نیول کېدل په سختو ټکو غندلي دي.

ندان سېنګهـ په افغانستان کې د سېکهانو او هندوانو مشر او د افغان سېکهانو د مذهبي ځایونو د ترمیم او ساتنې مسؤل دی چې د چارواکو په وینا، له پولیسو سره له همغږۍ پرته څمکنیو ته تللی و.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ سري واستاوا د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل: "موږ د ترورېستانو له‌خوا د ښاغلي ندان سېنګهـ برمته نیول کېدل په سختو ټکو غندو. هندوستان له افغان حکومت سره په تماس کې دی چې په دې هېواد کې د سېکهانو او هندو اقلیتونو خوندیتوب، امنیت او ښېګړه تضمین شي. هیله لرو افغان حکومت به دی په چټکۍ سره په خوندي توګه راخوشې کړای شي."

د څمکنیو ولسوال عبدالرحمان زرمتي د تېرې یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه افغان سېکهـ څلور ورځې وړاندې یادې ولسوالۍ ته د مذهبي مراسمو لپاره تللی و چې د بنګښ له سیمې وتښتول شو.